د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند: په دوو پېښو کې ۸ بهرني او کورني سرتېري وژل شوي


ځانمرګى بريد تېره شپه (د اپرېل ۱۹مه) د افغانستان د هېلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې شوى دى او وروسته بيا په ياده سيمه کې يوه الوتکه هم لوېدلې ده چې له امله يې څلور تنه کورني او څلور بهرني سرتېري وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.

چارواکي وايي ژوبل شوي کسان ټول ملي پوليس دي.

د هېلمند د والي وياند داوود احمدي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ځانمرګى بريد د ګرمسېر په لکړي سيمه کې د پوليس په يوه پوسته شوى دى.

احمدي زياتوي، وروسته د ټپي شويو پوليسو د رالېږدونې په موخه د بهرنيو سرتېرو يوه الوتکه هم سيمې ته تللې ده چې غورځېدلې او پکې سپاره څلور بهرني سرتېري مړه شوي دي .

په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه هم د خپلې الوتکې لوېدل مني .

احمدي وايي، الوتکه د خرابي هوا له امله غورځېدلې ده خو قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته يې وويل چې ځانمرګى هم د دوى ملګرو کړى او الوتکه هم دوى را غورځولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG