د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د نجونو ښوونځی په بمونو الوزول شوی


د قبایلي سیمې خیبر انتظامي چارواکی وايې چې د اپرېل د ۱۹مې او ۲۰ تر منځ د شپې پر مهال، د جمرود په غونډۍ سیمه کې وسلوالو د نجونو یو ښوونځی په چاودونکو موادو الوزولی دی.

دا ښوونځی د منځنیو زده کړو له پاره وو او دولتي وو.

په پېښه کې هیڅ کس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خیبر د تعلیم اداره وايي، له دې سره په دې قبایلي سیمې کې د الوزول شویو تعلیمي ادارو شمې له ۶۰ زیات شوی دی.

د پېښې پړه وسله والې ډلې عبدالله عزام برېګېډ منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG