د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان باید د ترهګرو ضد اقدام وکړي، راین کراکر



کابل/پراګ - په افغان پلازمېنه کابل کې د امریکا سفیر وایي، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د تېرې یکشنبې ورځې (د اپرېل د ۱۵مې) ډله ییزې حملې په پاکستان کې دننه پلان شوې وې.

راین کراکر د اپرېل په ۱۹مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل، وروستۍ ډله ییزې حملې په میرانشا کې پلان شوې وې او حمله کوونکي یې د حقاني شبکې کسان وو.

((د دې بریدونو له پاره د حقاني شبکې [وسله وال] پړ دي. موږ پوهېږو چې دا بریدونه چېرې پلان شوي ول. دا په افغانستان کې نه، بلکې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې جوړ شوی وو.))

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر
په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم ویلي وو، چې د یکشنبې ورځې حملې د پاکستان په خاوره کې پلان شوې وې.

په کابل کې د امریکا سفیر د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې افغانستان ته د ترهګرو د راننوتو او په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام وکړي.

کراکر وویل، په پاکستان کې د وسله والو موجودیت پخپله د پاکستان او د سیمې د هیوادونو له پاره ګواښ دی.

ده وویل: ((پاکستان باید په دې اړه اقدام وکړي او دا ګام باید د دې له پاره وي چې د وسله والو طالبانو خوندي ځایونه کم شي.))

برید ګرو، د اپرېل پر ۱۵مه د افغانستان د ننګرهار په جلال اباد، د پکتیا په ګردیز، د لوګر په پل علم او په کابل کې بریدونه وکړل.

په کابل کې وسله والو په درو ځایونو کې حمله کړې وه چې په کې د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو په ګډون افغان دولتي ودانۍ هم شاملې وې.

د رپورټونو تر مخې په ټولو بریدونو کې ۳۶ وسله والو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل هم د اپرېل په ۱۷مه، د ولسي جرګې کورني امنیت په کمېسون کې وویل، دا حملې په پاکستان کې پلان شوې وې.

ده وویل، دا مهال د پاکستان په یوې مدرسې کې ۲۰۰ ځانوژونکي بریدګر روزل کېږي.

په تېر مهال کې، په افغانستان کې د نا کرارۍ له پاره د پاکستان دولت هم تورن شوی دی چې د دې هیواد پوځ او حکومت داسې تورونه رد کړي او وايي په نورو هیوادونو کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ نه دي، بلکې خپله د ترهګرۍ ښکار دي.
XS
SM
MD
LG