د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل بریدونو تر شاه د حقاني ډلې لاس دی:پانیټا


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا ویلي دي چی د افغانستان په کابل او نورو ښارونو کی د تیر اتوار په ورځ د شویو بریدونو تر شا د حقاني شبکې لاس دی.
لیون پانیټا تیره ورځ خبریالانو ته ویلي هغوی د افغانستان د بریدونو وروستو داسی معلومات تر لاسه کړي چی پاکستاني وسلې والې ډلې چی طالبانو سره اړیکې لري ،د مخکی نه يی د دغه څې بریدونو تیاری کړی وو .

د امریکا د ګډ ځواکونو مشر جنرل مارټن ډمپسی ویلي که څه هم د افغانستان په بریدونو کی د حقاني شبکې لاس دی خو دا وخت دا نشي ویلی چی دا عملیات د پاکستان په خاوره تنظیم شوي وو او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG