د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو له زندانه سلګونه بندیان تښتېدلي


د پاکستان د خیبر پښتونخوا دولتي چارواکي وايي، تېره شپه (د اپرېل د ۱۴مې او ۱۵مې تر منځ) ناوخته مهال، په سلګونو وسله والو د جنوبي ښار بنو پر مرکزي زندان برید وکړ، چې په نتیجه کې يې په سلګونه بندیان وتښتېدل.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، برید کوونکي چې پر ډول ډول سپکو او درنو وسلو سمبال وو د مرکزي وره تر ماتولو وروسته زندان ته ننوتل او ټوله سیمه يې تر خپل کنترول لاندې راوسته.

د بنو زندان یوه مسوول ظاهر نواز د ټیليفون پر لیکه مشال راډیو ته وویل، چې د دې برید په نتیجه کې ۳۸۴ تنه بندیان تښتېدلي، چې یو شمير مهم او مشکوک کسان هم پکې شامل دي:

((له موږ سره ۹۴۴ ټول بندیان ول، په دې کې ۳۸۴ تښتېدلي دي.))

دی وايي، دوی هم ((بهترینه کار روايي)) کړې ده خو د ده په خبره، پولیس ورته راغلل خو ښه وسله ورسره نه وه.

ظاهر نواز وايي، په تښتېدلو کې یو بندي عدنان رشید هم وو چې د مرګ سزا ورته اورول شوې وه. ده وویل، دی ډېر ((خطرناک قیدي وو او زموږ پر)) پخواني ولسمشر ((پروېز مشرف یې د چکلالې)) له هوايي ډګر سره نېږدې برید کړی وو.

د ده په خبره، وسله والو د عدنان رشید نوم اخیسته، نارې یې وهلې چې هغه دې را ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG