د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند و پاکستان سوداګریز اړیکي پراخوي


ورځې مخکې د دواړو هیوادونو مشرانو هم سره ولیدل
ورځې مخکې د دواړو هیوادونو مشرانو هم سره ولیدل
ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو

سرچینه: اژانس فرانس پریس


هند او پاکستان د اپرېل په ۱۳مه وویل ، دوی هیله لري چې د سوداګرۍ اړیکي پراخ، او د سولې هڅې پیاوړې کړي.

د فرانسی د خبري اژانس د رپورټ له مخې ،دا خبره د هند په خاوره کې د پاکستان د لومړي تجارتي نندارتون د پرانیستلو پر مهال دغو دوو سیالیو هیوادونو کړې ده.

د هند د سوداګرۍ وزیر انند شرما په نوي ډیلي کې د دې څلور ورځني نندارتون د پرانیستو پر مهال وویل، د هند او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ نه پرته بله لاره نه شته. شرما زیاته کړه، دوې باید د خپلې سوداګرۍ په رښتوني امکاناتو ځانونه پوه کړي، څو خپلو ماشومانو ته بریالیتوب، سوله او ښه ژوند په میراث پریږدي.

د هند د سوداګرۍ وزیر بیا وویل چې دواړو هیوادونو د دې نندارتون له پرانیستلو سره یو نوی باب پرانیست.

د لایف سټایل پاکستان، نندارتون څو ورځې وروسته تر دې پرانیستل شو چې ولسمشر اصف علي زرداري هند ته ولاړ څو د دواړو هیوادو تر منځ اړیکي ښه شي او دا دغه هیواد ته په اوو کلونو کې د یوه ولسمشر سفر و چې ترسره شو.

د اې ایف پي د رپورټ له مخې ، پاکستان د هند مرکز ته د دې نندارتون لپاره تر شپږ سوه پنځوس ډير کسان استولي دي.دغو دوو هیوادو په خپلو منځو کې د غوره سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی دی او د یوه بل پر سوداګرۍ یی ټکسونه یا مالیی لږې کړې دي. د هند او پاکستان تر منځ په رسمي ډول سوداګري ۲،۶ میلیارډه ډالر اټکل شوې او غیررسمي دا سوداګري لس میلیارډه ډالرو ته رسیږي.


لیکنه زیاتوي چې ، په هند کې د پاکستان د سوداګرې دې نندارتون د دواوړو هیوادونو ترمنځ د روغې جوړې لپاره هیلي وزیږولی .


فرانسی خبري اژانس د پاکستان د تجارت د سکرتري ظفر محمود له خولې لیکلي ، تمه ده چې هند او پاکستان به راتلونکې میاشت په رسمي توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت د ودې لپاره د ویزو نوي قوانین اعلان کړي .


دا نندارتون په فبروري کې د پاکستان په لاهور ښار کې د هند د ورته نندارتون په دوام جوړ شوې دې.
XS
SM
MD
LG