د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زرداري هند ته سفر ته کتنه



ژباړه: انیسه اجمل، مشال راډیو
لیکوال: حامد میر
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼې ایکسپریس ټرېبیون کې لیکوال حامد میر لیکي، ولسمشر اصف علي زرداري ته اوس هم د هند له وزیر اعظم منموهن سېنګ سره په ۲۰۰۸ز کال کې لیدل یاد دي.

د لیکوال په خبره، په دې دوره کې د هند وزیر اعظم هغه مهال پاکستانی ولسمشر حیرانه کړ چې کله یې تر پوښتنه وکړه: ((ولسمشره دا ممکنه ده چې تاسې داود ابراهیم هند ته حواله کړئ؟))

د دې په ځواب کې زرداري، سېنګ ته وویل، ایله اوس د یوه پوځي آمر پر ځای راغلی دی چې پر پاکستان یې اته کاله حکومت کړی دی، ((نو راځئ چې نوي اړیکي جوړ کړو او په وړو مسلو لکه سیاچین، کوري کریک او اوبو خبرې پیل کړو.))

تر اوږدې مودې وروسته لیدنه

په مقاله کې راغلي، ولسمشر زرداري د هند له وزیر اعظم سېنګ سره تر لیدو وروسته، د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر په ۲۰مه د اسلام اباد په میرییټ هوټل کې د پارلېمان غړي ډودۍ ته ور بللي ول؛ خو په وروستیو شېبو کې دا ډودۍ د وزیر اعظم کور ته منتقله کړل شوه، او بیا هم هغه مهال پر میرییټ هوټل برید وشو چې په کې ۵۰ کسان ووژل شول.


په لیکنه کې راغلي، تر دې حملې وروسته، په ممبۍ کې بریدونه وشول او په دې کې یواځې یو برید ګر اجمل قصاب چې پاکستانی دی او پر له لشکر طیبه سره د اړیکو لرلو تور دی، ونیول شو.

تر دې ټولو پېښو وروسته، د زرداري او سېنګ تر منځ لیده کاته نه دي شوي.

او دا دی د اپرېل په اتمه، موده پس، دې دواړو مشرانو په نوي ډیلي کې له یو بل سره ولیدل!!

خبرداري او هیلې

حامد میر لیکي، د هند و پاکستان د رسنیو په ګډون، ځینې سیاستوالان د دواړه مشرانو له دې ملاقاته ډېرې هیلې لري، خو د پاکستاني حکومت مخالفه ډلې او مذهبي ګوندونه د زرداري دا سفر د امریکا له هغه اعلان سره تړلی ګڼي چې امریکا د حافظ محمد سعید د نیولو له پاره کړی دی.

د هند سختدریځه مشر بال ټاکورې هم ولسمشر زرداري ته اجمېر ته د نه تګ خبرداری ورکړی او یادګېرنه یې ورته کړې ده چې پروېز مشرف هم د دې ځای تر لیدو وروسته خپله څوکۍ له لاسه ورکړې وه.

د ایکسپریس ټرېبیون د دې مقالې په پای کې راغلي، د حافظ سعید په اړه د امریکا اعلان د هند په وسیله پر پاکستان د فشار له پاره دی چې ناټو ته د سامان وړلو لار پرانیزي.
XS
SM
MD
LG