د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حافظ سعید ضد شواهد نشته چې ګامونه واخلو، پاکستان



منور شاه، مشال راډیو

پراګ - پاکستان ویلی دوی د حافظ سعید په حواله کوم مضبوط ثبوتونه نه لري چې له مخه یې دهغه خلاف ګامونه پورته کړې شي.

د خارجه چارو ددفتر ویاند عبدالباسط د زیارت په ورځ په خپل هفته وار بریفنګ کې ویلي دوي سره داسې کوم شواهد نشته چې په نتیجه کې یې دوي د حافظ سعید خلاف قانوني او عدالتي کاروايي ترسره کړي.

((موږه په واضحه توګه وېلي چې پاخه ثبوتونه نشته، او موږ غواړو چې موږ ته دې ثبوتونه راکړل شي چې قانونی کاروايي شورو کړو. چې ثبوتونه نه وي موږ هیڅ نشو کولې. موږ به دې باوري یو چې امریکا د پاکستان د عدالتونو او قانون احترام کوي. دواړه هېوادونه جمهوریت لري او موږ دواړو هېوادونو له پکار دي چې دیوبل د مجبوریانو خیال وساتو. او د دا ډول شخړو دهواري لپاره قانونی لاره خپله کړو.))

نوموړي زیاته کړه که امریکا د حافظ سعید خلاف د عدالتي کاروايي لپاره کافي ثبوتونه لري نو پاکستان سره دې یې شریک کړي.

بلخوا دشورو په ورځ وروسته له هغې چې د وسله والې ډلې لشکر طیبه بنیاد ایښودونکي حافظ سعید واشنګټن ته په څرګنده ډول نیغ جواب ورکړو، امریکا ویلي دوي دنوموړي خلاف کاروايي او هغه د جیل د تمبو شاته لیدل غواړي.

حافظ سعید چې ورباندې په ۲۰۰۸م کال کې د هند د ممبۍ بریدونو د منصوبې جوړولو تور دې په امریکا یې ښه په ډاګه غږ کړې چې ورسره څه وخت وغواړي رابطه کولې شي.

په دې لړ کې د امریکا د خارجه چارو ویاند مارک ټونر وايي دا ډېره د افسوس خبره ده چې حافظ سعید تر دې دمه خلاص ګرځي، په دې پوښتنه چې په سر یې د انعام ايښودلو باوجود نوموړی څنګه ښکاره ګرځي؟

مارک ټونر
مارک ټونر
مارک ټونر خبریالانو ته وویل: ((دا ۱۰ میلیونه ډالره د حافظ سعید د ځایې د مالومولو لپاره نه بلکه د داسې مالوماتو د ورکولو لپاره دي چې دهغه دنیولو او ورباندې دمقدمې چلولو لپاره وکارول شي. دا خبره د پاکستان د پارلیماني کمیټۍ لخوا د امریکا سره د اړیکو پالیسۍ ته د بیا کتنې سره هیڅ تعلق نه لري. خو دا چې موږ دواړه به شریکه دترهه ګرۍ خلاف هلې ځلې کؤ، نو وایم چې حافظ سعید دسیمې لپاره یو ګواښ دې. دعغه ډله دممبۍ دبریدونو چې شپږ امریکایان هم پکې ووژل شو او په سیمه کې دنورو بریدونو لپاره هم ذمه واره ده.))

مارک ټونر هغه ټول ګمانونه هم رد کړل چې ګني ددې خبرې په نتیجه کې په پاکستان څه نورې مطالبې منل غواړي. نوموړي واضحه کړه چې ددغه تن خلاف په عدالتي کاروايي کې پاکستان سره ضروري مرسته کول غواړي.

څېړونکي وايي حافظ سعید په مبینه توګه د پاکستاني استخباراتي ادارې سره کلک تعلق لري ځکه یې د پاکستان لخوا دنیولو امکان دنشت برابر دې. نوموړي پرون پنډۍ کې د هیواد د پوځي هیډکواټر سره نزدې یاده شوې خبري غونډه کړې وه.

کارپوهان وايي له دې معاملې سره د پاکستان او امریکا تعلقات چې دوړاندې نه کړکیچن دي لا نورې پیچلي کیدلې شي.
XS
SM
MD
LG