د لاسرسي ځای

تازه خبر

دخارجه پاليسۍ سفارشات ټولو سياسي ډلو ته لیږلي شوي دي.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کهر ويلي چي د بهرنيو چارو د تګلارې په اړه د ټولو سياسي ګوندونو لخوا سپارښتنې منظورول د حکومت د جوړجاړي د تګلاري برخه ده خو که څوک سپارښتنې ورنکړي نو حکومت به په دې اړه پخپله پرېکړه وکړي. نوموړې د پاکستان د پارليمان د ودانۍ مخي ته له خبريالانو سره د خبرو کولو پر مهال وويل:


(ناټو د سامان وړلو لارې چي تړل شوي دي نو دا اېګزېکټيو آرډر په څه و؟ دا د پارليمان پرېکړه وه او تر هغه وروسته حکم جاري شو. بلخوا چي د ډرون بريدونو خبره کيږي نو زموږ حکومت يوازينی حکومت دی چي دا معامله يې را برسېره کړه او امريکا ته يې وويل چي ډرون بريدونه ودروي. حکومت دا واک لري چي د ناټو د سامانونو وړلو د لارو په اړه پخپله پرېکړه وکړي او دا به د پارليمان د فیصلې سره سم وي او بيا دي څوک ووايي چي د پارليمان د قرارداد سره سم کار کوي او يا که د دې په ضد کار کوي؟)

د پاکستان د پارليمان لخوا جوړي کړل شوي قامي سلامتيا کمېټۍ د هيواد د بهرنيو چارو د تګلارې په اړه د سپارښتنو مسوده تياره کړې او د حتمي غور لپاره يې ټولو سياسي ګوندونو ته لېږلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG