د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل اوومه)



وال سټریټ ژورنال

د امريکايې ورځپاڼي وال سټريټ جورنال ليکوال سد آنند دومي ليکي په دوه زره اتم کال کې د ممبۍ د بريدونو درې کاله وروسته د پاکستان د ناقانونه ګرزول شوي تنظيم لشکر طيبه مشر حافظ سعيد داسي څه لري چې په اړه يې بايد څوک سرګردانه شي. په دې ترهګر بريد کي يو سل شپږ شپيته کسان وژل شوي وو.


د دوشنبې په ورځ امريکا دحافظ سعيد په نيولو کي په شهادتونو کې د مرستي ورکونکولپاره لس مليونه ډالر د انعام په توګه اعلان کړی وو.


دده په وينا که څه هم واشنګټن دا فيصله ناوخته کړې خو بياهم د هرکلي وړ ده. د ليکوال په خبره د مئۍ په مياشت کي د اسامه بن لادن د بريد په شان دغه تازه فيصله د خپلو وګړو وژونکو ته د سزا ورکولو امريکايې هوډ ښکاره کوي.


د ممبۍ په بريدونو کې شپږ امريکايان وژل شوې وو او لشکر طيبه په افغانستان کې پر امريکايې ځواکونو حملې هم زياتي کړي دي.


ليکوال امريکايې فیصلې ته د جنوبي ايشياء په تناظر کې ګوري او ورته د سنګ ميل حيثيت ورکوي. دده په وينا د هغو ترهګرو ډلو چې نه يوازي ددې هيواد ګاونډيان غير مستحکمه کوي بلکه نړی ته هم ګواښ دي په مخنوي کې د پاکستان د پاتې راتلو په اړه دا د واشنګټن ددې هيواد پحقله د برداشت د پيمانې د مخ په لوړيدلو ښکارندويې کوي.


ليکوال پر مخ ليکې چې پر حافظ سعيد په ښکاره د انعام کيښودلو اعلان د امريکا وقار له خطر سره مخامخ کړی دی. نوموړی په پنډۍ کې د حافظ سعيد د خبري کانفرنس حواله ورکوي چې امريکايې اعلان يې د خند وړاو نا مناسبه وبللۍ.ده دا هم ويلي وو چې په غار کې نه بلکې دا دی د ټولو په مخکې ناست دی.


د وال سټريټ جورنال ليکوال سم آنند وايې د حافظ سعيد داسي ښکاره نافرماني ځکه کوې چې دا شان نړی ته امريکايې فيصله غير اهمه ښکاره کړي.

فارن پالیسي

بلخوا امريکايې مجلې فارن پاليسي د افغانستان د جګړي د پای ته رسولو په اړه مقاله لیکلې ده.


ليکوال کينډيس رونډياکس ليکي که يو طرف ته له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه په واشنګټن اوس هم غصه دی خو بلخوا په کابل کې بيا يوه ژوره خاموشي خوره ده.


د ليکوال په وينا له کله چې د ملاعمر په مشري کې د کوټي شوری له امريکا سره د بې معنی خبرو اترو د ځنډولو اعلان کړی دی افغانستان له سختو حالاتو سره مخامخ شوی دی.


دده په وينا که چيري نړيواله ټولنه ښه او پيل شوی ملاتړ ونکړي نو بيا له ياغي ډلو سره د خبرو اترو د کاميابي موقع کمه ده.


خو ليکوال د حامد کرزي د حکومت لخوا د افغانستان د سولې او بيا پيوستون پروګرام لپاره د اوه سوه څلور اتيا ملينه ډالر غوښتنه د حکومت د نړيوالي ټولني د زړه ګټلو په برخه کې يو چالاک ګام بولي.


حکومت دا هيله ښودې چې له دې سره دوی د لاندي کچي جنګيالي وسلو غورزولو ته تيارولۍ شي.


په دې اړه د مقالې ليکوال وايې چې ددې پروګرام د لاري ورکول شوو مالي ګټو څخه تر اوسه زیاتره د شمال غير پښتنو جنګياليو ګټه پورته کړې ده خو په جنوب کې د امريکا په مشری د ترهګر ضد کمپائن کې زياته ګټه نه ده ترلاسه شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG