د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ د سولې شورا دفتر مشر وژل شوی


د افغانستان د کونړ ولايت دسولي شورا د دفتر مشر مولوي محمد هاشم منیب نن په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوي دي. په بريد کې د مولوي محمد هاشم ځوي او يو ساتونکي هم وژل شوي.

دکونړ والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ رزاډیو ته وویل مولوي محمد هاشم منیب چي په سیمه کي یوتکړه عالم وو.او د تیر یو کال څخه يي دسولي دولایتي دفتر مشري په غاړه درلوده. نومړي دجمعي له لمانځه نه وروسته له جومات څخه دخپل کور پر لور روان و، چي په لاره کي پري ځانمرګی برید وشو.

مولوي محمد هاشم منیب دکونړ ولایت د وټه پُور ولسوالۍ اوسیدونکی و، چی دشوروي اتحاد پر خلاف دجهاد پر مهال په سیمه کي دحزب اسلامي قومندان و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG