د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوها به په کابل کې سفرتخانه پرانځي


د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ويلي چې قطر به د پراخه اړيکو او په سولي پروسی کې د مهم رول لوبلولو لپاره په کابل کې سفارتخانه پرانځي.

د افغانستان د بهرنو چارو زير زلمی رسول د قطر په سفر له چارواکو سره ليدلي. د قطر د بهرنو چارو وزير خالد محمد ال عطيه د طالبانو او افغان حکومت پشمول ټولو ډلو سره د سولي خبرو د پلانونو تصديق کړی او د امن پروسې په بيا شورو کولو کې د مرستي خبره هم کړي ده.


د افغانستان د بهرنو چارو وزارت وياند جانان موسی زئی د مشال ازادي څانګې ته د زلمی رسول د سفر او د سولي پروسي په اړه وويل چې افغانستان او قطر ترمنيځ دوه اړخيزه همکاريو يوه موافقه به ډير زر لاس ليک شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG