د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سره د اړیکو پرېکړه به پارلېمان کوي


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي، دا پرېکړه به پارلېمان کوي چې په کومو شرایطو له امریکا سره اړیکي او په افغانستان کې ناټو ته د سامان وړلو لپاره لارې خلاصې کړل شي.

د پاکستان د سرکاري ټي وي تر مخې وزیر اعظم دا خبرې د مارچ په ۲۹مه ماښام د دې هیواد لوړ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو ته په یوه غونډه کې وکړې. په دې غونډه کې له امریکا سره د اړیکو د جاج اخیستو او ناټو ته د سامان د وړلو لپاره د لارو د خلاصولو په اړه د پارلېمان د قامي سلامتیا د کمېټۍ له خوا پر وړاندې کړل شویو سپارښتنو خبرې اترې وشوې. پر دې موقع د پاکستان وزیر اعظم دا خبره په ډاګه کړه چې په افغانستان کې ناټو ته د سامان سپلايي نه پر حالول یواځې د امریکا نه، بلکې د نړۍ د ۴۸ هیوادونو (یانې د ناټو غړو) مسله ده. د پاکستان دولتي ټیلي ویژن تر مخې، په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر جنرال ظهیر الاسلام، او په پارلېمان کې د مخالف ګوند مشر چودري نثار علي خان ګډون وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG