د لاسرسي ځای

تازه خبر

رابرټ بېلز د افغان ولسي وګړو وژنې په تور، تورن شو


رابرټ بېلز دلته ساتل شوی دی
رابرټ بېلز دلته ساتل شوی دی
اسرار عالم مومند، مشال راډیو


پراګ - امریکايي سرتېری رابرټ بېلز په خپل هیواد کې د افغانستان د کندهار ولسي وګړو پر تور، په رسمي توګه تورن شوی دی.

نوموړی د ۱۷ کسانو، په قصدي توګه، پر وژنو تورن شوی دی.

پر بېلز دا رسمي تور هم پورې شوی دی چې د شپږو نورو کسانو د وژنې اراده یې لرله.

۳۸ کالن بېلز، د دوو ماشومانو پلار دی او د امریکا په یوه پوځي زندان کې پروت دی. ده ته لږ تر لږه د عمر قید، او که تورونه پر زبات شول زیات تر زیاته ورته د مرګ سزا اورول کېدای شي.

پر امریکايي سرتېري بېلز تور دی چې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په دوو کلیو کې یې د نهه ماشومانو په ګډون، ۱۷ ولسي وګړي وژلي ول.

وړومبی د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ښودل شوی وو، او بیا وروسته امریکايي پوځ وویل، ۱۷ کسان وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې، چې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته، د کابل و واشنګټن چارواکي د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتلونکې په اړه خبرې کوي.


مقدمه کې رول، د طالبانو ګواښ

افغان چارواکو په بیا بیا ویلي، هغوی ته دې د بېلز پر ضد په مقدمې رول ورکړل شي او یا دې هم د دې بهیر د څارنې موقع ورکړل شي.

بلخوا د افغان پارلېمان ځینې غړي، او د وژل شویو افغان وګړو خپل خپلوان وايي، پر رابرټ بېلز دې په افغانستان کې مقدمه وچلول شي.

په انځور کې کیڼ اړخ ته ولاړ سر تېری رابرټ بېلز دی
په انځور کې کیڼ اړخ ته ولاړ سر تېری رابرټ بېلز دی
هلته طالبانو، چې له یوې لسیزې راهیسې یې په دې ولایت کې یاغیتوب ته دوام ورکړی، اژانس فرانس پریس ته ویلي، دوی پلان لري چې په کندهار کې د ولسي وګړو د وژنې بدل اخیستو لپاره به پر امریکايي پوځیانو بریدونه تېز کړي.



د اوباما خواشیني

د کندهار د پېښې دوه ورځې وروسته، امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل، دا زړه دردونکې پېښه ده او دا د امریکايي اقدارو او د پوځ عکاسي نه کوي.

اوباما ویلي، دی د دفاع وزارت پینټاګان ته حکم ورکړی چې د کندهار د پېښې د پلټنو په لړ کې دې هیڅ کمی و نه کړي. نوموړي زیاته کړې، افغان او امریکايي ولس دې پر دې پلټنو نظر ساتي، او ((موږ دا خبره یقیني کوو چې څوک هم په دې کې ککړ وي، د قانون مطابق سزا به ورته ورکول کېږي.))

امریکايي چارواکي هم دا کار کوي چې د وژل شویو افغان وګړو کورنیو ته د پېښې د څارنې موقع ورکړل شي.

د امریکايي پوځي په لاس د افغان وګړو وژنې تر هغې وروسته شوې دي چې د ناټو په مرکز کې د اسلامي نسخو سوزولو پېښه شوې وه چې په افغانستان کې یې د امریکا ضد جذبات پارولي ول.

همدا راز، دا مهال په واشنګتن کې ځینې چارواکي دا غږونه کوي چې امریکا دې له افغانستانه خپل پوځیان ژر وباسي. خو په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال جان الن امریکايي کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي، د دې خبرې ملاتړ په کار دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې د افغانستان دننه پوره پوځي قوت ولري.
XS
SM
MD
LG