د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا تل د پاکستان احترام کوي. منټر


د پاکستان لپاره د امریکا سفیر کیمرون منټر ويلي دي چې امريکا د پاکستان سره خپلې اړيکې بيا له سره جوړوي او په دې اړيکو کې به خپل مينځي احترام او ملګرتيا ته بنيادي حيثيت ترلاسه وي.

دا څرګندونې نوموړي پیښورکې د خپل سفر پرمهال کړېدي.

هغه د پیښور په قونسلګرې کې د خیبرپښتونخوا له سېنیټرانو سره په خبرو کې زیاته کړي چې امريکا تل د پاکستان د خودمختارۍ او سلامتیا درناوی کړې

د ناټو د سپلاي د بحالۍ په حقله کيمرون منټر ويل چې د پاکستان پارليمان دې لړ کې څه هم پريکړه وکړه د هغې به دوی احترام کوي خو هغه وویل هیله لري چې پارليمان به ددې منظوري ورکړي او ناټو سپلاي به بحال شى د امریکا سره د اړیکو په اړه ده د پاکستان د پارلمان د ګډې غونډې په اړه وویل.((موږ دا ډيره جدي څارو چې د پارلمان له اجنډا څه نتیجه اخیستل کیږي او موږ وړاندې ګورو چې پر دې موضوعاتو بیا بحث وکړ))

کيمرون منټر زياته کړه چې د پاکستان او امريکې ترمينځه چې کوم تاوتريخوالی زيات شويدې دا د پاکستاني ميډيا د طرز عمل له وجې، ځکه چې هغوی د مثبت په ځائ منفي خبرونو له ډير زور ورکوي او د امريکې لخوا د لا نور څه کولو یا ډومور اصطلاح هم د پاکستانۍ ميډيا ايجادی دی او دا هیڅ حقيقت نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG