د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو سیاسي مشران او ځانمرګي بریدونه


آفتاب احمد خان شيرپاو
آفتاب احمد خان شيرپاو
ژباړه: ګل آیاز

واشنګتن پوسټ ورځپاڼي په پاکستان کې په سياسي کورنيو د بريدونو په اړه مقاله خپره کړي . ورځپاڼه ليکي د پاکستان سياسي کورنيو په ځانمرګي بريدونو کې بچ کيدل د دوی د ژوند برخه جوړه شوي، ټول سياستوال داسي قسمه حالاتو سره نه دي مخامخ خو په افتاب احمد خان شيرپاو ځانمرګي بريدونه د دوی د سياسي ژوند برخه جوړه شوي.

ورځپاڼه د شيرپاو د زوی سکندر له خولي په مقاله کې ليکي چې دوی ځانمرګي بريد کونکې په خپلو سترګو ولید چې خپل ځان يې والوزولو. په تيرو پينځو کالو کې په شيرپاو درې ځانمرګي بريدونه وشو چې دی پکې روغ راوتی دی.


سکندر وايي دا د بيانولو نه باهر خبره ده چې يو کس خپل ځان ستاسو مخي ته الوزوي.

ورځپاڼه ليکي په شيرپاو ځانمرګي بريدونو کې د دوی د کورنۍ او د ګوند يو شمير کارکونکي وژل شوي. په دې سيمه کې وسله وال طالبان له دوی د پوځي عملياتو د ملاټر انتقام اخلي.

ورځپاڼه ليکي پوليسو په شيرپاو او د هغه په زوی سکندر د بريدونو ۱۴ نورې هڅې هم ناکامه کړېدي.

ورځپاڼه د شيرپاو له خولي په مقاله کې انديښنه څرګنده کړي چې په پاکستان کې د ټاکنو نه يوه مياشت وړاندي د تشدد پيښي سيوا کيدای شي. سکندر دريځ لري چې وسله وال غواړي دوی محدود کړي، وسله وال مو ختمول يا محدودول غواړي چې یو تشه رامنځ ته کړي او ددې ګته وسله والو ته رسېږي.

بيا شيرپاو وايي څوک خو به یې مخه نیسي.

ورځپاڼه ليکي د شيرپاو ورور حيات خان شيرپاو په ۱۹۷۵ کال کې وژل شوي وو. افتاب خان شيرپاو وايي دوی خپل ورور ته خبرداری ورکړی وو چې په صوبه کې سياسي ترهګري روانه ده نو له جلسو او غونډو دې ډډه وکړي خوهغوی یې خبره ونه منله.
XS
SM
MD
LG