داتوار په سهار د شمالي وزیرستان په مرکز میران شا ښار ګوټي کې د امنیتي ځواکونو په ډزو یوه ځايي مېرمن ووژل شوه او درې تنه نور ژوبل شول.
په بنو کې د مشال راډیو خبریال دځايي چارواکو او د سرچینو په حواله خبر راکوي چې امنیتي ځواکونو وروسته له هغې ناتاره ډزې پیل کړې چې په سیمه کې ددوی په یوه روانه قافله د ریموټ بم برید وشو.
په دې پېښه کې دوه حوکومتي سرتیري هم ژوبل شوي دي. یو حکومتي ګاډی هم چې په قافله کې روان و ، زیان من شوی دی.دا قافله د میران شا نه بنو ته روانه وه.
شمالي وزیرستان کې د ځايي طالبانو ترڅنګ ، د القاعده پورې تړلې ډلې او د حقاني شبکه هم فعاله ده چې نړیوال یې پرضد د برید کولو لپاره پر پاکستان فشار راوړي خو تردې ګړۍ پاکستان په خلاص مټ په سیمه کې داورپکو ډلو خلاف بریدونه نه دي ترسره کړي.