د لاسرسي ځای

تازه خبر

دنړۍ مطبوعات ( دمارچ یوولسمه نېټه)




سرچینه: AP اژانس او شیکاګو ټریبیون ورځپاڼه
ژباړه : اسرار عالم مومند

د ايسوسي ایټډ پريس خبري اژانس په يو رپورټ کې د پاکستان په دير سيمه کې په يو پوځي مرکز کلپاڼۍ کې د دېر ه پوځيانو په ژوند ليکنه شوې، ليکوال لیکي، هغه چې کله دغه پوځي مرکز ته ورغلو نو ویې کتل چې امنيتي سرتيرو د خپل ځان د خوشالولو لپاره سندرې ويلې.

هغه زیاتوي چې قومندان يي ولیده چې د خپلې څلور کلنې لور تصوير ته یې کتل، په دې دوران کې د ليکوال سره په خپلو خبرو کې پوځيانو يوه پښتنه وکړه چې غربي نړۍ ولې په پاکستان تور لګوي چې دوی د ترهګرۍ پرضدپه جنګ کې سمه همکاري نه کوي. پوځیان دوی نه پوښتنه کوي ایا زمونږ ملګري د اورپکو له خوا وژل شوي نه دي؟

دغه قوماندان چې تنویر نومیږي وړاندې وايي آيا زمونږ سرتیري چې څه کوي دا کافي نه دي ؟دوي نور څه کولی شي؟

په رپورټ کې همدا رنګه راغلي چې د القاعده او طالبانو پرضد په پوځي عملياتو کې تر دې دمه د پاکستان له درېوو زرو څخه زيات پوځيان وژل شويدي.

کلپاڼۍ پوځي مرکز په دې تېرو لسو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد جنګ کې په لومړۍ کرښه يا فرنټ لاين کې و او دا هغه جنګ دی چې پاکستان له ناټو او امريکا سره په بې اعتماده ملګرتيا کې کړی.

ناټو او امريکايي چارواکي په پاکستان تور لګوي چې دوی د هغه طالبانو پرضد جنګ کوي کوم چې د پاکستان پرضد دي او دارنګ هغه چاته يي پنا ورکړې چې په افغانستان کې په ناټو ځواکونو بريدونه ترسره کوي .

کلپاڼۍ چيک پوسټ د غره په سر جوړ دی او د پخې لارې ختمېدو وروسته ورته په غره کې د درې ګنټو پېدل منزل دی ، د دې مرکز شپږڅلوېښت پوځيان د افغانستان کنړ ولايت ته مخامخ د پاکستان په زمکه په بېلابېلو سمڅو کې ديره دي .

دا پوځي مرکز دوه کاله وړاندې وسله والو په درنو وسلو سره په نخښه کړی و چې پکې څلور پوځيان وژل شوي وو. د کلپاڼۍ پوځي مرکز ځايي قومدان کرنل کامران اسلم وايي چې د وسله والو پرضد د هغوی جنګ اوس هم روان دی، خو د نوموړي په خبره مسله دا ده چې کله دوی وسله والو پسې شي نوهغوي افغانستان ته واوړي او دارنګ دوی ورپسې هلته نه شي ورتلی.

خو بل پلو همدارنګه دعوې په افغانستان کې ديره ناټو او امريکايي پوځيان هم کوي او وايي چې د پاکستان لخوا هلته وسله وال طالبان ور اوړي او په هغوي د بريد نه پس بیرته پاکستان ته تښتي.

د رپورټ په اخره کې د کلپاڼۍپوځي مرکز قومندان تنوير د ځېنو سياسي مشرانو دا خبره په مکمله توګه رد کړه چې ګينې د ترهګرۍ پرضد جنګ د امريکا جنګ دی . نوموړی زياتوي هغه يو پاکستاني وګړی دی او هغه دا نه شي زغملی چې څوک دې د هغوي سکولونه او جوماتونه وران کړي او د هغوي خلک ووژني.

بل پلو د شیکاګو ټريبيون نيوز مجلې په يوه مقاله کې راغلي دي چې د افغانستان د بهرنو چارو وزير زلمی رسول به قطر ته ځي او هلته به حکومتي چارواکو سره د طالبانو د پخلاينې په پروسه خبرې اترې کوي ، د ياد شوي وزارت يو وياند د تېرخالي په ورځ ويلي ووچې د طالبانو سره د خبرو په پروسه کې پرمختګ شوی، د افغانستان د بهرنو چارو دوزارت وياند جانان موسی زي رايټرز خبري اژانس ته ويلي ، ټاکل شوې چې زلمی رسول به د لسو ورځو دننه قطر ته په سفر روان شي.

افغان طالبانو د جنورۍ په مياشت کې اعلان کړی و چې دوی به په قطر کې يو سياسي دفتر پرانیزي . افغان چارواکي که يو له یوې خوا په قطر کې د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي نو دا هم غواړي چې سعودي عرب او ترکي دې هم په دې خبرو کې شامل کړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG