په تاجکستان کې د بشري حقونو دوو ډلو ، د حکومت دهغې پریکړې غندنه کړېده چې په دغه هیواد کې ځايي خلک ټولنیزې هجرې فیس بک او ګڼ شمیر نورو خپلواکو خبري ویب سایټونو ته دلاس رسي نه منع کوي.
دنهې په ورځ په دغه هیواد کې فیس بک ، دروسیې ژبې ویب سایټونه ( سین ترازیا ) ، ( ټي.جی.کی.نیوز) ، او ( زویزدا ) تړل شوي وو.
دبندیزونو دا لړۍ دمارچ له دریمې نیټې راهیسې پیل شوې، خو د تاجکستان د انترنیټ رسونکو ادارو ټولنې داپریکړه غندلې او دایې دتاجکستان د ملي معلوماتو د امنیت لپاره یو مستقیم ګواښ بلل دی.
په امریکا کې فریډم هاوس په نوم یوې ادارې هم د تاجکستان د حکومت ددې اقدام غندنه کړې ده، چې په پرله پسې توګه په هغو ویب سایټونو بندیزونه لګوي کوم چې پر حکومت نیوکه کوي.
خو بل پلو تاجکي چارواکي وايي دیوې تخنیکي ستونزې له امله خلکو یادو شویو ویب سایټونو ته لاس رسی نه لرلو او دا ستونزه به زر هواره شي.