د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغان چارواکو په تورونو تبصره نه کوو،پاکستان


پاکستان وايي دافغان چارواکو په هغه تور هیڅ ډول تبصره نه کول غواړي چې ګواکې دکابل په څرخي پله زندان کې دايي ایس ايي په لارښونه او سپارښتنه ځیني بندیان چې تعلق یې د حقاني شبکې سره دی نورو ته دځان مرګو بریدونو ټریننګ ورکوي.

دپاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس دمشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی نه غواړي دافغان چارواکو په دا ډول تورونه څه ډول تبصره وکړي.

خو د کابل دڅرخي پله زندان مشر جنرال خان محمد تر دې وړاندې ویلي وو چې دايي ایس ايي په لارښونه د حقاني شبکې پورې تړلي زندانیان نورو عادي زندانیانو ته تروریستي روزنه ورکوي، ده همدا راز ویلي وو چې سخت دریځه کسان یې پېژندلي او له نورو بندیانو یې د جلا کولو کار پیل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG