د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د پښتنو کلتوري میله جوړېږي


د خيبر پښتنونخوا حکومت د پښتون ثقافت خوندي ساتلو لپاره په پيښور کې دوه ورځنۍ ميله کوي. دا ميله به د مارچ په درېمه او څلورمه نيټه کيږي. د ميلي په اړه د اطلاعاتو صوبايي وزير مياافتخار حسين مشال ريډيو ته وويل.

دا به دوه ورځنۍ مېله وي، په دې کې به واړه واړه بازارونه لګېږي، او د ساعتېري لپاره به یو لړ پروګرامونه کېږي په نښترتالار کې به د موسیقي بانډار کېږي.

له دې وړاندې د خيبر پښتنونخوا حکومت د ملي اتلانو پر ژوند تيېټر جوړ کړی وو.
XS
SM
MD
LG