د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېراه نښته: ۱۰ پاکستاني پوځيان او ګڼ وسله وال وژل شوي


چارواکي وايي خيبر ايجنسي کې په يوه نښته کې شاوخوا ۱۰ پاکستاني سرتيري او ۲۳ مشکوک وسلوال وژل شوي. ايي ايف پي خبري اژانس د خيبر ايجنسۍ چارواکي مطاهر زيب له خولي وايي پيښه د جمعي په ورځ په تيراه سيمه کې رامنځ ته شوې چې ۱۰ پوځيان او ۲۳ وسله وال پکې وژل شوي دی. نوموړی وايي د دواړو خواو تر منځ نزدې شپږ ګنټې نښته روانه وه.

چارواکي وايي جګړه هله پيل شوه کله چې وسله والې ډلې لښکرې اسلام پر امنيتي پوستي بريد وکړو، پاکستاني سرتيرو ځوابی کاروايي هم وکړه.

رپورونه وايي لښکرې اسلام له طالبانو سره اړيکي لري او دا یوه ورانکارې ډله ده.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د پاکستاني سرکار له خوا د دغه پيښې دا رامنځ ته کېدو پخلی یا تایید نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG