د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې نشیان زیات شوي دي


فرخنده وزیر – مشال راډیو

پراګ:- په پیښور کې د نشیانو( په نښو روږدو کسانو) د بیا رغونې یوه اداره وایې، په دغه سیمه کې په ځوانانو کې د نشو استمال زیات شوی، چې اکثره یې هلکان په ناپوهی کې شورو کړي، او وروستو ورته پریښودل له باقاعده علاج پرته ګران شي.


په پیښور کې د نشيي توکیو په استمال د عادي خلکو د بیا رغونې یوه غیر سرکاري اداره دوست فاونډیشن وایې ، د دوی ادارې ته زیاتره ځوانان راځي ، چې د نشۍ موادو استمال کوي، او بیا په دې نه پوهیږي څنګ یې پریږدي.

کله چې په سوات او باجوړ کې پوځي عملیات پیل شول ، او خلکو مختلفو سیمو ته کډې وکړې، نو په دغه وخت کې ډیرو هلکانو له کورنیو په پټه د نشو استمال شورو کړو.
مظهر علي.

دغه اداره وایې دوی له زیاتره د خیبر پښتونخوا ، فاټا او د افغانستان د مختلفو برخو نه یوه کورنۍ داسې ځوانان راولي، چې نشې کوي، او په پریښودلو یې حالت نور هم خراب شوی وي.

دوست فاونډیشن دا هم وایې، دوی د هغه ځوانانو علاج کوي ، چې عمرونه یې اتلس کاله او یا له دې کم وي . په پیښور کې یې یو کارکونکی مظهر علي مشال ريډیو ته وایې، دوی په یو وخت د پنځه څلویښتو زیاتو نشایانو علاج نشي کولی ، او څنګ چې یو کس د دوی له ادارې ووځي نو یو شمیر نور د علاج لپاره ولاړ وي، او زیاتوي دغه شمیره د تیر په پرتله زیاته شوې ده.

مظهر علي وایې ً کله چې په سوات او باجوړ کې پوځي عملیات پیل شول ، او خلکو مختلفو سیمو ته کډې وکړې، نو په دغه وخت کې ډیرو هلکانو له کورنیو په پټه د نشو استمال شورو کړو.ً

دوست فاونډیشن دا هم وایې، دوی ته له افغانستانه هم ځوانان هلکان د علاج لپاره راځي، چې زیاتره په چرسو ، اپیمو او هیروینو روږدي دي، خو اوس په ځوانانو کې په پېچکارۍ او ستنو د نشې استعمال نور هم زیات شوی دی.

ډاکټر ندیم اپریدی چې په دوست فاونډیشن کې د نشیانو علاج کوي، مشال ريډیو ته وایي اکثره هغه هلکان په نشو روږدي دي ، چې له کورونو تښتیدلی وي، او ښارونو ته ولاړ شی، نو هلته یې داسې کسان له ځان سره ملګري کړي چې په نشو یې راواړوي، ډاکټر ندیم وړاندې وایېً کله چې هلکان له کورونو وتښتي او ښار ته ولاړ شي، نو په سینماګانو کې او یا هم په بازارونو کې د نورو هلکانو سره ملګرې شي، او بیا د هغوې سره د نشو استمال او غلاګانې شورو کړي .ً

د نشې عادي کسانو د بیا رغونې دغه اداره وایې په قباییلي سیمو کې نشيي توکي ډیر په اسانه ملاویږي ، او دا هغه وجه ده، چې د پیښور په خواوشاه سیمو کې هم نشيي توکي ځوانانو ته زر په لاس ورځي.

ایسوسي ایټډ پریس د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۱م کال د یو رپوټ په اړه لیکي، چې وایې، په پاکستان کې زیاتره نشۍ مواد د ګاونډي هیواد افغانستانه راوړل کیږي، چې دغه هیواد د نړۍ نوي فیصدي اپیم پیدا کوي.

ډاکټر ندیم مشال ریډیو ته دا هم وویل، هغه ځوانان چې په ستنو او سرینج د نشو استعمال کوي، په تور زړي او ایډز اخته کېدای شي، چې دغه د نشې یو خطرناک قسم دی.

په پیښور کې دنشایانو د بیا رغونې دغه اداره وایې، زیاتره ځوانان داسې فکر کوي، چې خپلې پریشانۍ به د نشو له لارې هیرې کړي، او یا یې په ټولنه کې د فیشن په توګه استعمال شورو کړي، چې وروستو ورته پریښودل ګران شي.
XS
SM
MD
LG