د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د ایران ايټمي بټۍ څارنه نه کوي



د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ملګرو ملتونو کارپوهان هيڅ داسې پلان نه لري چې د هيواد د اېټمي بټيو څارنه وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند رامېن مهمان پرست ويلي چې د نړيوالي اېټمي انرژۍ د ادارې کارپوهان به يوازي له ايراني چارواکو سره خبرې اترې کوي. نوموړي زياته کړه، د خبرو اترو موخه د ايران او ملګرو ملتونو د څار د ادارې تر منځ همکارۍ ته وده ورکول ده.

نړيوالي اېټمي توانايي ادارې د تېر کال په نومبر کي ويلي و چې ايران داسې آزموينې تر سره کړي چې ښکاري په ترڅ کي يې اېټمي وسله جوړه کړي خو ايران بيا دا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG