د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان : پر ایف سي سرتېرو برید، یو مړ یو ژوبل


د جنوبي وزيرستان د واڼه له سکاوټ کېمپ سره نږدې د ايف سي په يوه چېک پوسته ناڅرګنده وسله والو بريد کړی چې په کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی او يو ژوبل دی.

د استخباراتي ادارې يوه چارواکي هم د دې پيښې پخلی کړی خو تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د پيښې پړه پر غاړه نه ده اخستې.

بلخوا د شمالي وزيرستان پولېټیکل چارواکي وايي ، د سيمې په تحصیل ميرامشاه ، دته خېل ، بويه ، دوسلي ، رزمک او سب ډيويژن ميرعلي کې تر نامالومه وخته پورې ګرځبندیز (کرفيو) لګول شوی او د هغوی په خبره پر لویو لارو به يواځې پوځي قافلې ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG