د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې ادارې د سېلاو ځپلو لپاره مرستې غواړي


نړیوالو مرستندویه ادارو پر پاکستان و نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې په دې هیواد کې دې د راتلونکي پشکال په موسم کې له سېلاوونو د بچ کېدو په موخه، له اوسه تیارۍ وکړي.

دا ادارې وايي، د سېند په صوبه کې د سېلاوونو پر مهال د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کالونو اغېزمن شوي خلک د خواړو له کمښت سره مخامخ دي. شپږ میاشتې مخکې د سېند په صوبه کې سېلاوونو او بارانونو شا و خوا ۹۰ لکه خلک ځپل شوي ول. د دې ناورین له کبله، نه یواځې څاروي بلکې په زرګونه اېکړه زرعتي ځمکې هم تر اوبو لاندې شوې وې. له سېلاوه اغېزمن شوي په زرګونه کورنۍ اوس هم د مرستندویه ادارو له طرفه په جوړو شویو کیمپونو کې پراته دي. په دې کیمپونو کې مېشت خلک وايي، کم خواړه ورته په لاس ورځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG