د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان قرار داد پاکستان غوسه کړی دی


پاکستان په امریکايي کانګرس کې پر هغه پرېکړه لیک سخت غبرګون ښودلی دی چې په کې ویل شوي، بلوڅان د خپلواکه دولت لرلو حق لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو له دفتره په خپرې شوې خبر پاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ویل شوي، دا پرېکړه لیک پر نا پوهۍ ولاړ دی او دا چې امریکايي سینېټر ((د دې ځای له حالاتو)) هیڅ نه دی خبر.

خبر پاڼه وايي، دا پرېکړه لیک د نړیوال قانون ښکاره خلاف ورزي ده او دا کار ډېر نا ذمه وارانه دی.

د امریکا په کانګرس کې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۱۷مه) د بلوڅانو لپاره د یو خپلواکه هیواد یا دولت په حق کې قرار داد وړاندې کړل شو.

دا پرېکړه لیک د رېپبلېکن ګوند غړي ډینا رور باکر وړاندې کړی دی.

د امریکا د کانګرس دې غړي له خولې ویل شوي، بلوڅان دا مهال په پاکستان، ایران او افغانستان کې سره ویشل شوي دي؛ او باید ځان ته یو خپل دولت ولري.

ورځې مخکې ډینا رور باکر د بلوچستان په مسله په کانګرس کې اورېدنه هم کړې وه.
XS
SM
MD
LG