د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان قرار داد د نړیوال قانون ضد دی، پاکستان


د ورکو شویو بلوڅانو د کورنۍ غړي احتجاج کوي.
د ورکو شویو بلوڅانو د کورنۍ غړي احتجاج کوي.
ریاض ګل، مشال راډیو

اسلام اباد - پاکستان په امریکايي کانګرس کې پر هغه پرېکړه لیک سخت غبرګون ښودلی دی چې په کې ویل شوي، بلوڅان د خپلواکه دولت لرلو حق لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو له دفتره په خپرې شوې خبر پاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ویل شوي، دا پرېکړه لیک پر نا پوهۍ ولاړ دی او دا چې امریکايي سینېټر ((د دې ځای له حالاتو)) هیڅ نه دی خبر.

خبر پاڼه وايي، دا پرېکړه لیک د نړیوال قانون ښکاره خلاف ورزي ده او دا کار ډېر نا ذمه وارانه دی.

د امریکا په کانګرس کې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۱۷مه) د بلوڅانو لپاره د یو خپلواکه هیواد یا دولت په حق کې قرار داد وړاندې کړل شو.

دا پرېکړه لیک د رېپبلېکن ګوند غړي ډینا رور باکر وړاندې کړی دی.

د امریکا د کانګرس دې غړي له خولې ویل شوي، بلوڅان دا مهال په پاکستان، ایران او افغانستان کې سره ویشل شوي دي؛ او باید ځان ته یو خپل دولت ولري.

ورځې مخکې ډینا رور باکر د بلوچستان په مسله په کانګرس کې اورېدنه هم کړې وه.

د پاکستان د بلوچستان صوبه د ایران او افغانستان تر منځ پرته ده او له ۲۰۰۴- ۲۰۰۵ ز کال راهیسې په کې بلوڅ بیلتونپالو د دې سیمې د خپلواکۍ پیلولو لپاره وسله والې هڅې پیل کړې چې تر هغې وروسته په دې صوبه کې د پاکستان پوځ عملیات وکړل او د دې سیمې یو مشر سیاستوال نواب اکبر خان بګټي یې وواژه.

تر هغې وروسته، له دې صوبې بلوڅ ملتپاله سیاستوالان ورکېږي او بیا ورځې وروسته یې خراب شوی مړی تر لاسه کېږي.

د نړۍ او د پاکستان د بشري حقونو لپاره کار کوونکو ادارو د بلوڅانو پر ورکېدو د اندېښنو څرګندونې کړې دي.

بلوڅان د خپلو کسانو د ورکېدو او وژنو تور د پاکستان د پوځ پر استخباراتي ادارې آی ایس آی، او د ایف سي پر امنیتي ځواک پورې کوي.

دا دواړه ادارې له دې تورونو انکار کوي.
XS
SM
MD
LG