د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په بلوچستان کې دې ځورنې ودرول شي "


د امریکا کانګرس د بهرنو اړیکو کمېټه د بلوچستان په اړه ولسي اورېدنه کوي
د امریکا کانګرس د بهرنو اړیکو کمېټه د بلوچستان په اړه ولسي اورېدنه کوي
هارون باچا - واشنګټن

د امریکا په کانګرس کې د بلوچستان په اړه د ولسي اورېدنې په یوه غونډه کې د مخالف ریپیلیکن ګوند غړي ډینا رورا بېشر وویل د برتانوي سامراج څخه د آزادۍ په وخت بلوڅ مشرانو غوښتل چې ځان ته یو خپلواکه ریاست جوړ کړي خو د پاکستان پوځ دوی خپلواکي ته نه پرېښودل.او زیاته یې کړه چې له هغې راهیسې ورسره امتیازي سلوک روان دی. دده په خبره پر ځای ددې چې د بلوڅانو معدني وسایل د دوی په ښېګړه تمام شوي وای ،پنجابي اشرافییې پرې مزې وکړې او له اسلام آباده ورباندې حکومت کوي.

نوموړي وویل د بلوڅانو همدغه محرومۍ وې چې دوی یې د پاکستاني اسټېبلیشمېنټ پر وړاندې وسله والې مبارزې ته مجبور کړل چې په ۲۰۰۵م کال کې د یاغیتوب دغه لړۍ توده شوه او د دې هیواد امنیتي ادارو یې پر ضد ځپوونکي عملیات وکړل.

ډینا رورا بېشر زیاته کړه چې اسلام آباد د بلوڅانو له ملتپالو او یا هم د دوی له مشرانو سره د سنجیده خبرو کولو او یا هم د یو قانوني حثیت ورکولو څخه انکار کړی. د دوی غوښتنو ته ځواب یوازې د یو بې رحمانه طاقت کارول پاتې شوي دي. چې له عدالته د باندې بې رحمانه وژنې په پکې شاملې دي.



د پاکستان نیمه پوځي ځواکونه په کوټه کې ګشت کوي
د پاکستان نیمه پوځي ځواکونه په کوټه کې ګشت کوي
نوموړي همدارازپه افغانستان کې روانې د امریکا جګړې ته په اشاره وویل چې د جغرافییايي موقعیت له کبله د بلوچستان سیمه ډېره د ارزښت وړ ده او له همدې کبله موږ غواړو چې ددغه ځای په حالاتو ځان خبر کړواو د ستونزو په هوارولو کې رول ولوبوو.

د امریکايي کانګرس یو بل غړي شرمن غونډې ته په خپلو څرګندونو کې د تېر کال په موده کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژنې او بیا ورپسې په کابل کې د امریکا پر سفارت د شویو ترهګرو بریدونو په یادولووویل، چې د دواړو هیوادونو اړیکې دا مهال د خورا زیات کړکېچ ښکار دي او زیاته یې کړه چې دا د نور وخت په پرتله لا ډېر مهم شوي چې موږ ددغه هیواد د هغه ولسونو چې ددغه هیواد ریاست یې په دوامداره توګه ځپي د حال پوښتنه وکړو.

نوموړي له بلوڅانو سره سره د سیند صوبې اوسېدونکي هم یاد کړل چې دده په خبره د ناوړه ریاستي چلند ښکار دي.

هغه وویل د بلوچستان او سیند د خلکو په کلتور، دود و دستور او ژبه ګوزارونه کېږي ، په حکومتي کچ ورته پوره نمایندګي نه ورکول کېږي.دوی که د خپلو حقونو د دفاع لپاره د سیاسي مبارزې لار خپلوي نو نیول کېږي، غایبول کېږي، شکنج کېږي، او ان دا چې وژل کېږي.

د کانګرس غړي شرمن د سیمې اساس او ټاکونکي حالت په اشاره وویل چې امریکا نه شي کولای د پاکستان د سهیلي سیمو چې د دې هیواد نیمايي برخه جوړوي د خلکو ستونزې له پامه وغورځوي.



په بلوچستان کې په بیا بیا د تري تم شوي بلوڅ ملتپالو مړي موندل کېږي
په بلوچستان کې په بیا بیا د تري تم شوي بلوڅ ملتپالو مړي موندل کېږي
د بلوچستان پر حالاتو جوړې د کانګرس غونډې ته د یو عینې شاهدې په توګه وربلل شوې په جورج ټاون پوهنتون کې د سولې او امنیت د څانګې استازې کریسټین فیېر په بلوچستان صوبه کې د عامه پوهنې په برخه کې ورکړل شويو ناکافي اسانتیاو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ددې په نتیجه کې بلوڅ وګړي په اسانه د قلم پرځاي ټوپک ته لاس اچوي.

مېرمن فیېر همداراز ټینګار وکړ، دبلوچستان ستونزه دا نه ده چې ګني د پاکستان ریاستي ځواکونو د یوې خاصې ټولنې د وګړو په ځورولو پسې راخیستي وي بلکې ویې ویل چې په دغه صوبه کې مېشتې نورې مذهبي او قومي ډلې هم دي چې د تشدد له پېښو سره مخامخ دي.

هغې وويل بله مسله چې زیاته پاملرنه نه ورته کېږي فرقه یز ظلم زیاتی هم دی، په پاکستان کې د شییعه ګانو پر وړاندې بېشماره تېري شوي او موږ ګورو چې په بلوچستان کې دغه ډول تشدد دوام لري.


د بلوچستان په ګڼو سمو کې بلوڅ ملتپالو وسله واله مبارزه پيل کړې
د بلوچستان په ګڼو سمو کې بلوڅ ملتپالو وسله واله مبارزه پيل کړې
د کانګرس د مباحثې یو بل ګډونوال او په پاکستان کې د بشري حقونود دفاع د یوه نړیوال سازمان مشر علي دایان حسن په خپلو څرګندونو کې وویل، که څه هم یو شمېر کړۍ د بلوچستان د ناامنیو مسول ګرځول کېدای شي خو د نوموړي په خبره دا د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دي چې په یاده صوبه کې د بشري حقونو د سرغړونې په ترڅ کې مخکې مخکې دي.

هغه زیاته کړه ، دوی په ځانګړې توګه له ۲۰۰۴ م کال راهیسې د خلکو غایبولو یو کمپین پيل کړی دی چې په ترڅ کې یې په سلګونه بلوڅ ملتپاله وګړي تري تم کړل شوي دي.د تېر یو نیم کال په موده کې موږ ولیدل چې دغلته هدفي وژنو زور اخیستی دی او په دې ترڅ کې د دوه او درو سوو په مینځ کې د پاکستان مخالفه بلوڅپالو مړي موندل شوي دي او ظاهره ده چې د پوځ او استخباراتي ادارو لخوا بې قانونه نیونې او د دوی شکنجه کېدل یوه عامه خبره ده.

ښاغلي حسن د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه کې د پاکستان د امنیتي ادارو په کردار نیوکې وکړې او ویې ویل چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په پلمه د حکومت سیاسي مخالیفین ځورول کېږي چې بلوڅ ملتپاله سیاسي فعالان هم پکې شامل دي.


په کوټه کې د تري تم بلوڅانو خپلوان په یو احتجاجي کېمپ کې ناست
په کوټه کې د تري تم بلوڅانو خپلوان په یو احتجاجي کېمپ کې ناست
نوموړي همدغه راز ملتپاله ترهګر هم تورن کړل چې دده په خبره د تعلیمي اداروو په کارمندانو او بلوچستان ته له نورو صوبو په راغلیو خلکو چې ددغه صوبې ۴۰ فیصده وګړي جوړېږي مرګوني بریدونه کوي.

ښاغلي حسن په خپلو خبرو کې وویل که چېري پاکستان غواړي د بلوچستان ستونزې ته سنجیده پاملرنه وکړي نو پکار ده چې دغلته د قانون داسې حاکمیت چې د بشري حقونو د دفاع ضمانت ورکړل شوي وي په سمدستي توګه عملي کړي.

بل پلو د بلوچستان پر ستونزه د کانګرس لخوا د ولسي اورېدنې په باب د امریکا د بهرنیو چارو ویاندې ویکټوریه نیولېنډ په واشنګټن کې له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د کانګرس د بهرنو چارو کمیټې رایه د امریکايي حکومتي تګلارې استازیتوب نه کوي.

ددې په خبره چې امریکا د بلوچستان د خودمختارۍ ملاتړې نه ده بلکې هغوی باید خپله دغه کورنۍ ستونزه له پرامنه سیاسي لارې هواره کړي.

په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند عبدالباسط په اسلام آباد کې له رسنیو سره په خبرو کې د خپل غبرګون په اړه وویل چې د کانګرس لخوا د بلوچستان په باب د ولسي اورېدنې پر موضوع یې له امریکايي چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
XS
SM
MD
LG