د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدرسې مو د خدای په توکل چلېږي


منور شاه - پراګ

په پاکستان کې د رجسټر شویو دیني مدرسو شمېر خوا اوشا ۲۴ زره ته رسېږي او په زرګونه نورې مدرسې لا هم ناراجسټر پاته دي.

په دا ورستیو کې د پاکستان د داخله چارو وزیر رحمان ملک ویلي، چې مدرسو ته د بهر هېوادونو نه راتلونکې زیاتره مالي مرستې بندې شوې دي.

تېره اونۍ د پاکستان قامي اسمبلۍ یوې ښځینه غړې قدسیه ارشد د اسمبلۍ په غونډه کې پوښتنه راپورته کړې وه چې په هېواد کې دیني مدرسو ته په تیرو پنځو کلونو کې د بهر هېوادونو او این جي اوګانو لخوا څومره مالي مرستې ترلاسه شوې نو د داخله چارو وزیر رحمان ملک د ګل په ورځ اسمبلۍ ته خپل لیکل شوي جوا ب کې ویلي په قباییلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د مدرسو سره د بهرنیو مالي مرستو مالومات نه لري ځکه چې هلته ددې لپاره کوم قانون نشته. خو نوموړي زیاته کړې چې د هېواد نورو برخو کې چارواکي وايي هلته د مدرسو سره د تیرو پنځو کلونو راهیسې زیاتره بهرنۍ مالي مرستې بندې شوي دي.

دا چې آیا دینی مدرسو ته واقعي هم د بهر ملکونو نه مرستې راځي او په څه ډول؟ په دې پوښتنه اسلام آ باد کې د یو ې غیر سرکاري ادارې انسټیټیوټ فار پیس سټډیز مشر محمد عامر رانا چې دا مهال دوفاق المدارس سره په ګډه د مدرسو د اصلاحاتو په یو پروګرام کار کوي وايي ، دغه پیسې او مرستې چې زیاتره لاس په لاس ورکول کیږي حساب کتاب او د بندیدو مالومات یې ډېر ګران دي.

”مدرسو ته د بهر ملکونو نه پیسې په کوم رسمي وسیلو یعنې بینکونو نه راځي، لويي مدرسې زیاتره خپل استازي خلیجي هېوادونو او ځنې وختونو کې یورپي هېوادونو ته لیږي او هلته چندې غونډوي. ددې ترڅنګه د خلیج نه زیاتره خلک د عشر او زکات پیسې مستحقو خلکو لپاره دوی ته رالیږي، بلکه ځنې خلک پخپله راځي او غواړي چې په خپل لاس دغه پیسې حقدار خلکو ته ورسوي. “

عامر رانا زیاتوي چې مدرسو ته زیاتره د هېواد دننه د چندې په شکل هم مالي مرستې ترلاسه کیږي.

دپاکستان حکومت په تیرو وختونو کې ویلي وو چې کومې مدرسې رجسټرډ شي نو ورسره به په سرکاري توګه هم مالي امداد کیږي .
د مدرسو د اخراجاتو او د هغې د انتظام په اړه مو په کراچۍ کې د یوې مدرسې د مهتمم ډاکټر قاسم محمود سره خبرې وکړې نوموړې وايي مدرسه یې په ۱۹۷۱ م کال کې رجسټرډ شوې خو تر دې دمه ورسره حکومت هیڅ مرسته نه ده کړې. نوموړې د خپلې مدرسې پحقله وايي،

” زموږ د مدرسې نوم جامعیه اسلامیه مخزن العلوم، دا د کراچۍ په نارت ناظم آباد کې بنارس ته څیرمه ده. دا د غریبې آبادۍ په منځ کې ده او د میاشتې یې دولس لکهه روپۍ خرچه ده. دا ټوله خرچه د خدای په توکل پوره کیږي یعنې موږ ته دا هم نه ده مالومه چې دا مرستې موږ ته څوک راکوي، خو دومره ویلې شم چې ځايي خلک یې زموږ په بینک اکاؤنټ کې جمع کوي“

په کراچۍ کې خبریال او څیړونکی وايي د دیني مدرسو په ځايي بینک اکاؤنټ کې ځنې داسې خلک هم پیسې جمع کوي چې لاس په لاس د بهر نه د مستحیقینو سره د مرستو لپاره د عشر او زکات په شکل کې راځي.

”د مدرسو لپاره زیاتره پیسې د خلیجي هېوادونو دشیخانو او هلته مېشت د پاکستانیانو لخوا راځي، ددې ترڅنګه دوي په ښارونو کې د ځايي خلکو نه دعشر، زکات پیسې او د قربانۍ څرمنې هم راغونډوي. بیا ځنې مدرسو په کاروبار کې هم پیسې لګولي دي لکه د کراچۍ جامع بنوریه په خپله زمکه ځنې مارکیټونه او دکانونه جوړ کړي چې هغې نه ورته هم کرایه راځي “

په پاکستان کې د منظور شوي یا د رجیسټرشوي مدرسو شمیره واضحه نه ده چې د رپوټونو تر مخه د ۱۷۰۰۰ نه تر ۲۴۰۰۰پورې ده او د غېر رجسټر شوي مدرسو شمیره ددې نه هم زیاته ده.

دا راز په دې کې دزده کونکو شمیر هم په بیلا بیل رپوټونو کې د پنځه لکو نه تر پنځلس لکو پورې ښودل کیږي چې زیاتره یې یا خو د هېواد د غریبې طبقې ماشومان دي او یا د بهر هېوادونو سره تعلق لري.

محمد عامر رانا وايي د هېواد په ټولو مدرسو کې په اول نمبر زیات شمیر پښتانه استاذان دي، دویم نمبر دپاکستان د انتظام لاندې کشمیر سره تعلق لرونکي او په دریم نمبر د جنوبي پنجاب استاذان په دې مدرسو کې سبق ښايي.
XS
SM
MD
LG