د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م بشري حقونو اداره : اسد د بشریت ضد کړنې کوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې په شام کې د ولسمشر بشارل اسد لخوا په حکومت مخالفه مظاهره چيانو د تشدد په اړه يو سخت رپورټ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی.

په دې رپورټ کې ويل شوي د بشري حقونو څخه سرغړونې ښيي چې د اسد رژيم په تيرو يولسو مياشتو کې د انسانيت پرضد لوی جرمونه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې نېوي پېلې ويلي هغې ته باوري سرچينو لخوا داسې ثبوتونه ترلاسه شوي چې ښايې د شام حکومتي سرتيري په حمص ښار کې په ولسي ځايونه ناتاره وسله وال بريدونه ترسره کوي.

زموږ په فکر په شام کې د بشري حقونو ضد جرمونه ترسره کيږي ، او د دې جرمونو ترسره کونکو سره ضرور حساب پکار دې.

پيلې زياته کړه د شام د حکومتي چارواکو په سلا په حمص ښار کې په لويه پېمانه د تشدد ډک عمليات روان دي.هغې وویل د روس او چين لخوا د شام په اړه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قرارداد ويټو کولو سره ښکاري داسې چې د اسد رژيم ته حوصله ترلاسه شوي چې دارنګ په حمص ښار کې قتل عام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG