د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د فبرورۍ ۱۰مه)


ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو

وال ستریت ژورنال لیکي، لکه څرنګه چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې په دې هیواد کې د امریکا نفوذ هم مخ په کمیدو دې ، ددغه هیواد د پراختیایی ادارې یا یواس اې آې ډي لخوا د سړکونو د جوړولو ناتمامه کیسه په افغانستان کې د امریکا د لږ پرمختګ څرګندونه کوي.

لیکنه زیاتوي ، چې د د یواس اید لخوا په دې برخه کې ډیره پانګونه شوې ده.

وال ستریت ژونال لیکي، د امریکا د پراختیایی ادارې محاسبه کاران داوخت په دې هڅه کې دي چی ددې پروژې د وروسته پاتې کیدو سبب معلوم کړي.

دا په داسی حال کې ده چې د افغانستان د ساختمانې کمپنې لا د امریکا د انټرنیشنل ریلوف ایند ډیولپمنټ ته د خپلو بیلونو یا پیسو تر لاسه کولو ته سترګې په لار دي.

او اخوا بیا لیکنه زیاتوي چی ، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلک چی ټاکل شوې وه له دې پروژو ګټه پورته کړې همداسې د نیګړو کارونو او نه پوره شویو ژمنو سره پاتې دي.

ددې ادارې چارواکي هم وایی ، چې دوې خپل هدف ته نه دي رسیدلي.


د سړکونو جوړونه لس کاله مخې پیله شوه ، ځکه چې واشنګتن د امریکا د پراختیایی ادارې یو اس اید له لارې په عراق او افغانستان کې د اورپکیتوب پرضد کمپاین پیل کړ.

دغې ادارې بیا د اوږدمهاله پروژو پرځاې لنډمهاله پروژې پیلې کړې چی دا شان په هغه سیمو کې چې وسلوال نغوذ لري د خلکو زړونه وګټي.

بلخوا بیا د اکانومیست مجلې په یو راپور کې راغلي، که د پاکستان په وړاندې ورپیښو ګواښونو ته وکتل شي، نو ددغه هیواد راتلونکې په خطر کې ښکاري.

لیکنه زیاتوي چې ، په دې خطرونو کې مذهبي سخت دریځي،ددغه هیواد اتومي وسلې،په افغانستان کې روانه جګړه،اقتصادي ستونزې او قدرتي افتونه اودغه راز نورې ستونزې شاملې دي.

په لیکنه کې د پاکستان د سیاسي څارونکي ستیفن کوهن په اند راغلي ، پاکستان په ډیرو برخو ویشل شوې ، چې پکې ښاري او کلیواله آبادي، تعلیم یافته او نالوستي خلک او مذهبي اختلافات شامل دي.

او ددې ترڅنګ په چټکې سره مخ په زیاتیدونکي ښاري آبادي نورې هم
ستونزې زیږولي دي.

د هیواد د دریمې برخې نه زیات شمیر خلک په ښارونو کې اووسي او دلته آبادي زیاته ده ،او له کلیو نه ښارونو ته د خلکو تللو هم یو لړ امنیتي ستونزې رامنځ ته کړي.

ایکانومیست لیکي، چې پوځ هم په سیاست کې لاس وهنې ته دوام ورکړې ، او ویل کیږي چې هرلسیزې نه وروسته پوځ د سیاسي مشرانو نه واک ترلاسه کوي.

خولیکنه زیاتوي چې په دغو حالاتو کې یو څه هیله مندي هم شته ، ډیري خلک دا ګمان کوي چې پاکستان به څه ناڅه په خپل اوسني حال کې پاتې شي، د ځینو خلکو په ژوند کې به ښه والې راشي، د لیک لوست شرحه مخ په زیاتیدو ده او کورنې هم وړیږي او خلک ماشومان کم زیږوي.اودغه راز رسنې هم ترپخوا ازادې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG