د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د آخري ترهګر تر وژنې به په ارامه نه کېنو'


غلام غوث، مشال راډیو

پېښور - د خیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر ویلي، حکومت به په پوره قوت او زور د ترهګرۍ مقابله کوي، او د آخري ترهګر تر وژنې به دوی په ارامه نه کېني.

نوموړي، دا خبرې د پېښور په پولیس لاین کې له خبریالانو سره کړې دي. ده وویل، د پاکستان امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د پولیسو د قربانیو له کبله، د ترهګرۍ پېښې واضحه کمې شوې دي.

کوثر وویل، اوس د ترهګرۍ ((خال، خال پېښې)) کېږي. دی وايي، د امنیت ټینګوونکو ادارو د ترهګرو په مخنیوي کې کموالی نه دی راوستی او په ((تورزنۍ د ترهګرۍ مقابله کوي.))

کله چې له ګورنره پوښتنه وشوه چې د حکومت پر سختو امنیتي ګامونو سر بېره هم ترهګر ولې په خپلو فعالیتونو کې بریالي دي؟ نو ده په ځواب کې وویل، ((ټول قام او ټولې قامي ادارې اوس هم په دې خبرې یو موټی دي)) چې د هر ډول ترهګرۍ مقابله به په پوره زور کوي.

پر دې مهال چې مشال راډیو د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر محمد اکبر خان هوتي پوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ په پېښو کې، د یوه رپورټ تر مخې، پولیس د تېر کال پرتله زیات وژل شوي، دا ولې؟

ده وویل، وجه یې دا ده چې پولیس د ولسي وګړو د ساتنې لپاره پخپله په لومړۍ لیکه کې ولاړ دي.

د پښتونخوا والي بیرسټر سید مسعود کوثر زیاته کړه، د ترهګرو له عملیاتو سره د امنیتي ادارو حوصله نه کمېږي، بلکې مورال یې لا نور لوړېږي.
XS
SM
MD
LG