د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : موټر بم چاودنې ۷ کسان وژلي ۱۹ نور ژوبل




د کندهار ښار امنېي قومندانۍ ته نږدې د پولیسو د ګزمې پر موټر په بمي چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۹ نور زخمیان شو .

د کندهار د رسنیو د دفتر مسوول احمدجاوید فیصل وايي چاودنه د موټر بم په وسیله شوې چې له لېرې نه کنټرول کېده، نوموړي په خبره د پنځو پولیس په ګډون دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ ولسي کسانو په ګډون شپږ پولیس ژوبل دي.

عبدالمنان چې په یاد شوي چاودنه کې زخمي شوې وايي ،

"ما موټر کې تیل واچول، چې را روان شوم، دغه وخت چاودنه وشوه بیا ټکان شو، زه په ځان نه یم پوهیدلی چې د موټر څخه څنګه ولویدم ما نور خلک ولیدل چې پراته وو"

په کندهار کې تر دو اونیو نسبي ارامي وروسته دا لومړې چاودنه ده، چې پراخه مرګ ژوبله رامنځ ته کوي.

له دې مخکې د ښار جنوب ختیځ ته د پنجوایي ولسوالۍ پر ولسوال حاجي فضل الدین اغا ځان وژونکي حمله شوې، چې د ده په ګډون یې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي وو.

د ملګرو ملتونو د یوناما په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۱م کال کې ولسي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې چې د دوی په خبره زیات شمېر یې د وسله والو طالبانو لخوا د ترسره شويو ځانمرګو بمي بریدونو او د سړک غاړې چاودنو له لاسه اوښتې.


XS
SM
MD
LG