ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې له تېرو پینځو کالونو راهیسې د ولسي وګړو په زیاتېدونکو وژنو کې تېر کال رېکارډ زیاتوالی راغلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یوناما په خپل جاري شوي رپورټ کې ویلي، تېر کال په هیواد کې ۳۰۲۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د یوناما په وینا، په دوی کې زیاتره کسان وسله والو وژلي دي.
په رپورټ کې راغلي، په ۲۰۱۰ز کال کې ۲۷۹۰ ولسي وګړي وژل شوي ول.
د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت په دې تازه رپورټ کې راغلي، تر ټولو زیات کسان د ځانمرګو بریدونو، او یا هم د سړک تر غاړې ښخو شویو بمونو له کبله وژل شوي دي چې شمېر یې ۹۶۷ دی.
د یوناما په وینا، په ۲۰۱۱ز کال کې د ۷۷ فیصده ولسي وګړو د وژنو ذمه واره طالبان دي او د ۱۴ فیصده هغو د وژنې تور په ناټو او افغان ځواکونو پورې کېږي.
په دې رپورټ کې راغلي، تېر کال په هیواد کې له ۱۸۵۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي چې دا د ۲۰۱۰ز کال پرتله ۴۵ فیصده زیات دی.