د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتون مېشته سیمو کې د سکولونو الوزول، او اثرات


په اسماعیل خان دېرې کې الوزول شوی سکول
په اسماعیل خان دېرې کې الوزول شوی سکول
ګل ایاز- مشال راډیو

پراګ -
په قبایلي سیمو، د خیبر پښتونخوا په ضلعو او کلیوالو سیمو کې وسله والو په سلګونه ښوونځي الوزولي دي چې له کبله یې په زرګونه ماشومان له تعلیمه محرومه شوي دي.

په اسماعیل خان دېرې کې د سه شنبې (نهې) په شپه، په لومړي ځل وسله والو د نجونو یو ښوونځی په چاودېدونکو موادو تباه کړ. همدا راز، د پېښور په ګډون، وسله والو په قبایلي سیمو کې سکولونه الوزولي دي.

د مشال راډیو د شمېرو تر مخې یواځې په خیبر اېجنسۍ کې ۸۲ سکولونه الوزول شوي چې په کې ۵۷ په بشپړ ډول ړنګ شوي. همدا شان په مومندو، باجوړ او نورو قبایلي سیمو کې هم سکولونه یا خو وران کړل شوي او یا هم د پوځي عملیاتو له کبله تړلي پراته دي.

د خیبر اېجنسۍ د تعلیم د محکمې یوه چارواکي هاشم خان اپریدي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د یو سکول له تباه کېدو سره شا و خوا ۳۰۰ ماشومان متاثره کېږي.

د خیبر اېجنسۍ په لواړګي کې الوزول شوی سکول
د خیبر اېجنسۍ په لواړګي کې الوزول شوی سکول
په دې صورت کې، ایا له دوی سره متبادل شته؟ هاشم خان وايي: ((کله چې سکول تباه شي نو په [خیمو] کې بندوبست کوو، او تعلیمي سرګرمۍ [فعالیتونه] جاري ساتو، خو په باړې کې ټول سکولونه بند پراته دي.))

د چارواکو په وینا، د تباه شویو سکولو متاثره ماشومانو لپاره په خیمو کې بندوبست کوي، او یا په نورو سیمو کې د داخلو انتظامات کوي، خو له مومندو د بې کوره شوې یوې کورنۍ مششر شاه نواز خان چې پېښور ته راغی نو د سیمې حالات یې داسې بیان کړل: ((په پېښور کې زموږ د حال د تپوس هیڅوک نشته. د ماشومانو [سکول ته د تګ] یا د داخلې خبرې ټولې ختمې شوې دي. په وطن کې چې څنګه زما د کور اووه ماشومان متاثره شوي دي، نو همدا شان په [سلګونه] نور ماشومان هم له تعلیمه محرومه شوي دي.))

که یو خوا د سکولونو له ورانېدوو سره د د ماشومانو تعلیم متاثره کېږي، نو بل پلو دوی نفسیاتي (رواني) ناروغان هم شي.

په پېښور کې د نفسیاتي ناروغیو ډاکتر خالد مفتي مشال راډیو ته وویل، د ترهګرۍ په موجوده لړۍ کې تر ټولو زیات ماشومان متاثره شوي او د سکول په ماشومانو کې وېره زیاته ده.

((زموږ د رېکارډ تر مخې، ۳۰۰ سکولونه د ترهګرۍ له کبله تباه شوي. هر یو ماشوم د وېرې ښکار دی، زه خپله اووه ماشومان [هره ورځ] ګورم چې په مختلفو ذهني بیماریو اخته دي. هغه ماشومان، سکول خو پرېږده، [ډوډۍ] سمه نه خوري. بیا ځېنې ماشومان په نشو او په غلا هم را اوښتي دي.))

په پېښور کې د نجونو په سکول کې چاودنه، خلک له ځایه تښتي
په پېښور کې د نجونو په سکول کې چاودنه، خلک له ځایه تښتي
شاه نواز خان وايي، له تعلیمه د ماشومانو د بې برخې کولو موخه، قبایلي سیمې تیارو ته ورغورځول دي.

((دا قبایل له تعلیمه محروم ساتل دي چې دا نور هم د جهالت اړخ ته روان شي. پښتانه [له تعلیمه] لرې ساتل دي؛ ځکه چې [که] دوی ته تعلیمي شعور ورسي نو دا ډېر قابل او با صلاحیته قام دی. [په] قبایلو کې له تعلیم سره ډېرې دښمنۍ او فسادونه ختم شوي ول. خو اوس بیا هغه زاړه حالت ته دیکه کېږي.))

ډاکتر خالد مفتي له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال اندېښنه څرګنده کړه چې د سکولونو له تباه کولو سره ماشومان د ترهګرۍ اړخ ته تللای شي.

((د تعلیم له کبله ملک ترقي کوي. نو دا ماشومان چې ګلونه دي، او د دوی تعلیم ختم شي، بیا نو څه دي؟ دا ماشومان چې لوی شي، نو کېدای شي د ترهګرۍ اړخ ته لاړ شي.))

که څه هم حکومت وخت تر وخته، په قبایلي سیمو کې د امن پر ځای کولو دعوې او وعدې کوي خو د سکولونو له الوزولو سره سره په دې سیمو کې اوس هم د بد امنۍ پېښې مخې ته راځي.
XS
SM
MD
LG