په لکي مروت کې د وسله والو په بريد کې درې پوليس وژل شوي او يو زخمی شوی دی.
د چارواکو په وينا پيښه تېر ماښام د شهباز خيلو په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر وخت رامنځ ته شوه. د لکي مروت پوليس هيډکوارټر ډي، ایس، پي سيد نواز د پيښي پخلی کړی او وايي چي د پلټني عمليات يې پيل کړي دي.
تحريک طالبان پاکستان د دې بريد ذمه واري منلې ده.
د يو بل خبر تر مخه چارواکي وايي د ټانک ضلعې سره نيزدې له عمر خان کلي څخه نامعلومه وسله والو د نعمت خيل امن کميټۍ پنځه کسان تښتولي دي. د دې پيښې پړه لا تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستي.
د پښتوخوا حکومت وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې ددغه صوبې پولیس او امنیتي سرتېري په بیا بیا د وسله والو لخوا د ترهګرۍ په پېښو کې تر بریدونو لاندې راځي او ګڼه مرګ ژوبله ورته اوښتې او ددغه صوبې د بجټ یوه لویه برخه هم پر امنیت ساتنه لګېږي.
په پاکستان کې د پاک امن مطالعاتي انسټیټوټ په نامه د یوې څېړنې له مخې د ۲۰۱۱م کال تر ډسمبر پورې په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې ۴۹۹ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴۲۰ یې ژوبل شوي دي.
د شنونکو په خبره چې د پښتونخوا پر امنیتي ځواکونو ځکه بریدونه کېږي چې په سیمه کې امنیتي تشه رامنځ ته کړي او پر ځای یې بیا وسله وال اورپکي راشي.همداسې یوه بېلګه په سوات کې هم د ۲۰۰۹ م کال په اوږدو کې ترسترګو شوه چې په دغه سیمه کې په بیا بیا پولیس سرتېري په نښه کېدل او د هغوی ځای د ملا فضل الله په مشری طالب اورپکو ونیولی.
په سوات کې بیا وروسته د پاکستاني پوځ لخوا د طالبانو ضد عملیاتو کې په لکونه خلک له سیمې بې کوره شو.چې ددغه ملک په تاریخ کې به لومړي ځل په خپل هیواد کې دننه خلک کډه کولو ته مجبوره شول.