د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (جنوري ۲۷مه)


ژباړه: شاهین بونیری

ګیلیپ ډاټ کام د غرب او اسلامي نړۍ تر مینځ په اړیکو باندې یو سروۍ راپور خپور کړی دی . راپور لیکي چې تیر کال په پاکستان کې ۸۵٪ خلکو د امریکايي مشرتابه په اړه د خپلې ناخوښۍ څرګندونه کړی او دا شرح د ټولو وختونو په پرتله ډیره ده. ولې د ګیلیپ شمیره دا هم ښايي چې په پاکستان کې ۴۵٪ خلک اوس هم دا فکر کوي دا ډیره مهمه ده چې اسلامي ټولنې او غربي هیوادونه بائد اوګه په اوګه مزل اوکړي.

د دې نه دا څرګندیږي چې د دواړو تر مینځ د اړیکو ښه کیدو امید لا په پوره مړ نه دی.

د جنورۍ په میاشت کې داسې راپورونه هم رامینځ ته شو چې پاکستان د ناټو او امریکايي ځواکونو لپاره د سامان وړلو د لاری په پرانستو غور کوي. دا ګام به تر ډیره حده اړیکې ښې کړي ولې د راپورونو تر مخه د پولې پورې راپورې په سامانونو وړلو د ټیکس په خبره هم غور کوي.

په راپور کې راغلي د امریکه د بهرنو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولینډ د جنوري په اتلسمه نیټه ویلې وو، امریکه او پاکستان د یو بل سره مظبوطو ، پر مخ تلونکې او دوستانه اړیکو ته اړتیا لري.

انټرنیشنل هیرالډ ټریبون د عبدالمتین بک له خوا لیکلې شوې یوه مقاله خپره کړی. بک لیکي چې د تیر کال د دسمبر په ۵۲ مه نیټه د افغانستان د شمالي تخار صوبې د تلقان ښار نه بهر په یو میدان کې د جنازې د مانځه غونډه کیده چې یو ځانمرګي برید کوونکي د پارلیمان د یو غړي مطلب بک خوا ته ځان وروراسوه او ځان يي په چاؤدیدونکي موادو سره اوچاوه. چې په نتیجه کې يي زما د پلار مطلب بک په ګډون ۲۴ کسان اووژلي شو.

عبدالمتین وړاندې لیکي په داسې حال کې چي زه د خپل پلار د مرګ ویر کؤم زه څه ویل غواړم. زه د خپل پلار سره دا عقیده شریکوم چې چې د امریکې د افغانستان په اړه ستراتیجي لنډ نظره او ستراتیجیک فکر پرضد په مقامي فکر ولاړه ده. د افغانانو په هیڅ مونږ د امریکې په پالیسۍ ډیر کم پوهیږو. یو ورځ د امریکې ځواکونه طالبانو ته دشمنان وايي او بله ورځ ورسره د امن خبرو ته رضا کیږي.

لیکوال پوښتنه کوي ایا دا پالیسي د زمکني حقیقتونو ښکارندوي کوي او آیا داسې ستراتیجي ده چې ګټې به راوړي؟

وړومبې د مسلمانانو په حیٍث بائد مونږ دا احساس اولرو چې دا یو مذهبي جنګ نه دی. مونږ باطد دا رشتیا اومنو چې ترهه ګرو ، سخت دریزو او استخباراتي ادارو زمونږ مذهب یرغمال کړې دی. که چرې مونږ مسلمانان په امن سره اوسیدل غواړو نو پکار ده چې مونږ خپل مذهب ددوي د لاسو نه ازاد کړو.

دویم د افغانانو په حیث مونږ د امریکې د لوري یو جامع، اوږد محالې او مستقلې ستراتیجۍ ته اړتیا لرو.

او بله دا چې په تیرو لسو کالونو کې مونږ د نړیوالې ټولنې او امریکه په مرستو ډیرې لاس ته راوړنې کړې دی، زه په دې د امریکايي اولس مننه کوم.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG