د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زموږ بله جګړه پر خپله خاوره د امن راوستو لپاره ده"


د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د خدايي خدمتګار غورځنګ د رهبر خان عبدالغفارخان او د هغه د زوی او وتلي پښتون سیاستوال خان عبدالولي خان د تلین په مناسبت جوړه شوې یوې غونډې ته د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندار خان په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د پاکستان په پارلمان کې تل د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.او د خپلو هلو ځلو په مټ یې تر ډېره خپل حقونه ترلاسه کړي دي.هغه زیاته کړه چې کوم حقوق پاته دي هغه به هم ډېر ژر راوړي.

نوموړي زیاته کړه چې د پښتنو د حقونو مبارزه مو تر ډېره ګټلې ده او راروان جنګ د پښتنو د بقا دی او د ګوند هر غړی باید دا هدف په خپل ذهن کې وساتي چې موږ د پښتنو د بقا جنګ کوو.موږ به پر دې پښتنه خاوره امن روالو.د خپلو خویندو میندو د پړوني تحفظ به کوو.زموږ سر کې ځي ولاړ دې شي خو دې خاورې ته به امن هرومرو راوړو.



اسفندیار ولي خان وویل چې دوي په په خپله خاوره د امن لپاره مذاکراتو ته تیار دي خو که طالبان د عدم تشدد پر فلسفه ودري ،هغه زیاته کړه چېموږ پرون له صوفي محمد سره مذاکرات کول،له ملا فضل الله سره مو خبره کوله .او هرڅوک چې خبرې کولو ته تیار دي موږ ورسره کېنو.زه ورته دا هم نه وایم چې ته خپل ټوپک وغورځوه.ځکه چې ته پښتانه ته دا نه شې ویلای چې ټوپک وغورځوه.ها موږ دا ورته وایو چې د تشدد غندنه به کوي.د حکومت واک او ریټ به تسلیموي.او دا تسلي به را کوي چې د پاکستان خاوره به نه به هیواد دننه نه له هیواده بهر د چا خلاف استعمالوي.زه تیار یم چې خبرو ته ورسره کښېنم.٬٬

اسفندیار ولي خان وویل چې د پاکستان د آیین له مخې پارلمان ډېر لوی واک واختیارلري.او د پاکستان ټولې ادارې پارلمان ته جوابدې دي او باید ټول یې د تقدس خیال وساتي.

یاده دې وي چې عوامي نېشنل ګوند نن د خدايي خدمتګار غورځنګ د رهبر خان عبدالغفارخان د ۲۶ م تلین او وتلي سیاستوال خان عبدالولي خان شپږم تلین لمانځي.
XS
SM
MD
LG