د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په مټ په پښتونخوا کې د کارخانو بیا رغونه


په ګدون امازيي کې د رختونو یوه کارخانه
په ګدون امازيي کې د رختونو یوه کارخانه
دامریکايي مرستو او پرمختیا نړیوالې ادارې ( یو ایس اې ای ډي ) دخیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې (چېمبر آف کامرس ) سره یو تړون لاس لیک کړی چې له مخ به یې په دغه صوبه کې د کارخانو بیا رغونې او سیل ګرۍ لپاره په ګډه هڅې کوي.

په دې لړ کې به نړیوالو سوداګرو او پانګه والو ته هم بلنه ورکول کیږي چې په دې صوبه کې دې پانګه اچونه یا سرمایه ګزاري وکړي.
د پښتونخوا د سوداګرۍ خونې مشر افان عزیز په دې اړه وايي : (موږ هڅه کوو چې په صوبه کې د ممکنه پانګه اچونکو لپاره حالات برابر کړو چې دلته راشي او خپله سرمایه ولګوي.)


دپښتونخوا سینیر وزیر بشیر بلور وايي اوس په صوبه کې امنیت راغلی او د سوداګرۍ او پانګې اچونې لپاره ډېر مناسب حالات دي.
په پښتوخوا صوبه کې دا مهال لوی صنعتي مرکزونه د پېښور په حیات آباد او د صوابۍ په ګدون سیمه کې دي.چې د ګدون هغه یې اوس د پخوا غوندي صنعتي پيداوار نه کوي.

ددط ترځنګ یو شمېر وړې او لویې کارخانې د پښتونخوا په مردان کې د چیني کارخانې (شوګرمیل)،په لکي مروت،کوهاټ او نوښار کې د سيمټوکارخانې دي.په سوات کې لاسي صنعت چې د کشمیري شالونو غوندې خپل ځايي ټوکرې لري.او په سوات کې د رکشو ځايي صنعت هم مشهور دی.
د بنو تاوده کالي بیا ډېر شهرت لري.او ډېر ګران بییه هم دي.
XS
SM
MD
LG