د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال: لواري ټنل د تګ راتګ لپاره خلاص شو


نیاز احمد خان، مشال راډیو

لواري سورنګ - خیبر پښتونخوا چترال له پېښوره ۳۶۳ کیلومیټره لرې غرییزه سیمه ده. د دې سیمې خپل دود، دستور دی او ابادي یې له څلور لکه زیاته ده.

چترال ته یوه لارې تللې ده چې په کې یو سورنګ راځي چې لواري ټاپ سورنګ نومېږي.

دا لار د ژمي په شپږو میاشتو کې د واورې له کبله اکثر تړل شوې وي. او په دې ډول دا سیمه له نور هیواده پرې وي.

چترال ته د تګ بله ذریعه الوتکه ده، خو د سیمې خلک نېستمن دي او د الوتکې کرایې نشي برداشت کولای.

په چترال کې د لواري د سورنګ په منصوبه په ۱۹۷۵ کې کار پیل شو، بیا دا کار ودرېد او په ۲۰۰۵ کې بیا پیل شو چې اوس دې حد ته رسېدلی چې ګاډي پر تګ راتګ کولای شي.

د سورنګ د ودانولو د کار دنده د پاکستان له پوځ سره ده او د سورنګ د کار یو مشر لیفټیننټ افتاب وايي، هره ورځ په دې یخ موسم کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې ګاډي تګ راتګ کوي چې په کې خلک سفر کوي او د خوراک څښاک سامان وړل کېږي.

د ده په خبره، د لارې له خلاصېدو سره د خلکو ډېر مشکلات حل شوي دي.
XS
SM
MD
LG