د لاسرسي ځای

تازه خبر

لانجمن لیک او د ولسمشر استثنا


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼې ً دي نېشن ً په یوه مقاله کې لیکي چې ایا ولسمشر ته ورکړل شوې استثنی به له منځه یووړل شوي او که نه؟ هم دې ورځپاڼې په یوه بله مقاله کې لیکلي دي چې په افغانستان کې ډېر داسې فکر کوي چې که طالبان به واک کې شریک کړل شو نو دا به په خاسه توګه له پاکستانه سره د هغو اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې دوی یې په افغانستان کې لري.

دي نېشن ورځپاڼه لیکي ، قانوني او آیني کارپوهان په دې نظر دي چې که چیري د لانجمن لیک کېس په ستر عدالت کې راپورته کړل شوه نو دا به د ډېرو لپاره دېرې زیان رسوونکې پایلې ولري.

ورځپاڼه لیکي ، د قانون پوهان فکر کوي چې د لانجمن لیک د کره والي تر کتو وړاندې به د آی ایس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا برتانیا ته د ولسمشر له اجازته پرته د تللو د مسلې له امله تر پلټنو لاندې راشي هغه ځکه چې دی د ولسمشر تر واک لاندې دی.

ورځپاڼې لیکي ، هم دا ډول به دا هم تر پلټنو لاندې راشي چې څنګه د امریکا تر ټولو لوی مطلوبه کس یانې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې د پاکستاني پوځ یوه روزنیز مرکز ته نژدې اوسېدی؟

ورځپاڼه زیاتوي چې د این آر او په اړه د عدالت د پرېکړې د پلي کولو لپاره حکومت ته د ورکړل شوي شل ورځني مهلت له پای ته رسېدلو وروسته حکومت ته په دې اړه هم وروستی خبرداری ورکړل شوی دی چې قانوني سیکرټري دي د جنورۍ تر لسمې نېټې د ولسمشر اصف علي زرداري او نورو پر ضد د درغلیو د دوسیو بیا پرانستلو په اړه بې له څه هلې ګولې کولو د سویس حکومت ته لیک ولیکي.

ورځپاڼه د قانوني او آیني پوهانو له خولې لیکي چې عدالت به د دې کېس په اړه د خپل امر د پلي کولو لپاره هر څه وکړي. خو که چیري حکومت په دې لړ کې ولسمشر ته له ورکړل شوې استثنی څخه ګټه اخلي نو عدالت به د ولسمشر د استثنی د ختمولو لپاره له ټولو لارو کار واخلي او آن تر دې چې پر هرڅه سربېره به له بنیادي اسلامي احکامو کار واخلي.

ورځپاڼه دي نېشن په یوه بله مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي فکر بلکل د دې هیواد لپاره نوی نه دی. د افغانستان سیاسي شخصیات او بهرني کارپوهان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ لاره دا ده چې طالبان په افغان حکومت کې ورګډ کړل شي.

ورځپاڼه لیکي ، په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د بون لومړۍ غونډې ته د طالبانو په ورغوښتلو کې پاتې راتله د دې سبب شو چې په افغانستان او سیمه کې یې د ترهکرۍ او یاغیتوب ستونزه زیاته کړه.

ورځپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې ډېر داسې فکر کوي چې که طالبان په واک کې شریک کړل شو نو دا به له هغو سره چې له طالبانو سره یې مرسته کړې وه یانې په خاسه توګه له پاکستانه سره د هغو اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې دوی یې لري. یانې افغانستان کمزور ی او نا ارامه کول ، کشمیر لا نا ارامه کول او هند ته ګواښ وکړي.

ورځپاڼه لیکي ، هیوادونه لکه ازبکستان او تاجکستان وار له مخه پر خپلو خاورو له راپورته کېدونکې ترهګرۍ سره به ستونزه اخته دي نو هغوی به په افغانستان کې د طالبانو به شان حکومت ونه مني.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې دا مسله ځکه مهمه ده چې افغانستان به د نړیوالو له تلو وروسته په زیاتېدونکې توګه پر سیمه تکیه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG