د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوبې ډېر پرمختګ کړی دی، هوتي


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

مردان - د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي ویلي، صوبې یې ډېر پرمختګ کړی دی او دا پرمختګ به همداسې روان وي.

نوموړي دا خبرې په مردان کې یوې لویې جلسې ته د وینا پر مهال کړې ډي.

هوتي ویلي، په تېرو انتخاباتو کې شوې ټولې ژمنې یې پوره کړې دي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان جلسې ته د وینا پر مهال ویلي، د دوی د واکمنۍ پر مهال د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو خپله پېژندګلوي تر لاسه کړه.

نوموړي زیاته کړه، ګوند یې نه دی کمزوری شوی او په زړورتیا د حالاتو مقابله کوي.

د رپورټونو تر مخې دې جلسې ته په لسګونه زره خلک راغونډ شوي ول.

پر انټرنیټي هوجرې ټوېټر د عوامي نیشنل ګوند یوې مشرې بشرا ګوهر لیکلي ننۍ جلسې ته ډېر زیات خلک راغلي ول.

ورځې مخکې په چارسدې کې جلسې ته د وینا پر مهال اسفند یار ولي خان ویلي ول، و به مري خو د پښتنو خاوره به خرڅه نه کړي.

ده ویلي ول، له وسله والو طالبانو سره به هغه مهال خبرو ته غاړه ږدي چې هغوی له تاو تریخوالي لاس واخلي او هغه چېچن، اوزبک او تاجک اورپکي خپلو هیوادونو ته واستوي چې دوی قبایلي سیمو ته راوستي دي.
XS
SM
MD
LG