د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر غربي بای پاس (سړک) د خروټ اباد له خېزیي څلور لارې سره نېږدې برید شوی دی. پېښه د شپې په اته بجې شوې.
د بلوچستان د کورنیو چارو سېکرتر نصیب الله بازیي د پېښې پر ځای خبریالانو ته وویل، له ۲۸ تر ۳۰ پورې ټانکرې او کنټینرې ټولې سوځېدلې دي.
ناټو لپاره تېل وړونکي ګاډي سوځول شوي
۱۳
۱۴
د پېښې له ځای سره نېږدې د یوه ګودام مالک مشال راډیو ته وویل، که اور و نه وژل شو نو د ده به د کروړونو روپیو تاوان وشي
۱۵
د پېښې له ځایه دنګې لمبې خېژي
۱۶
تر دې مخکې هم په بیا بیا په پاکستان کې د ناټو لپاره په تېل و سامان وړونکو ګاډو بریدونه شوي دي چې اکثر یې پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.