د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ناټو ۳۰ ټانکرې سوزول شوې دي


امنیتي سر تېري په کوټه کې د ناټو سوځېدلو کنټېنرو ټرمینال ته نېږدې ولاړ دي.
امنیتي سر تېري په کوټه کې د ناټو سوځېدلو کنټېنرو ټرمینال ته نېږدې ولاړ دي.
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر غربي بای پاس (سړک) د خروټ اباد له خېزیي څلور لارې سره نېږدې برید شوی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا، د پنجشنبې په شپه د اتو بجو په شا و خوا کې نا مالومه وسله والو پر دې ټرمینال برید وکړ، او ورسره یې ولاړو ټانکرو او کنټېنرو ته اور ورته کړ.




پر داسې مهال چې اور بل وو او ټانکرې سوځېدې، د دې سیمې یوه اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل:


((نوم مې محمد عثمان دی. زه په کور کې ناست وم چې ماشوم زوی مې راغی او و یې ویل، زموږ د کور تر څنګ اور لګېدلی دی. زه چې راغلم، دا د ناټو پر ټانکرو اور لګېدلی وو.))


د دې ټرمینال څنګ ته یو شمېر دوکانونه او ګودامونه هم ول. د یوه ګودام مالک بیا پر هم هغه مهال مشال راډیو ته وویل:

((حاجي اغا نومېږم. د دې ټرمینال څنګ ته مې ګودام دی. اوس یې لا هم اور نه دی اخیستی. زه خواست کوم چې دغه فایر برېګېډ والا (د اور وژنې اداره) دې اور مړ کړي. که نه زما به د کروړونو روپیو تاوان وشي.))
محمد عثمان په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د برید کوونکو په اړه بېلا بېلې خبرې کېږي:

((څوک وايي په ډبل سیټه ډاټسن ډوله موټر کې برید کوونکي راغلل او څوک بیا وايي پر موټر سایکلو راغلل او ډزې یې پر وکړې.))

په دې ټرمینال کې که څه هم د پنجشنبې په شپه د اتو بجو په شا و خوا کې برید وشو. خو پر ځېنو ټانکرو د جمعې تر سهار نهه بجې پورې اور بل وو.

د همدې ټرمینال مالک نادر خان د برید په اړه مشال راډیو ته وویل:

((دلته [له موږ] سره شا و خوا ۳۵ کنټېنرې او ټانکرې ولاړې وې، چې په کې ۲۸ دا وخت ویجاړې شوې [دي]))


بلې خوا ته د بلوچستان د کورنیو چارو سېکرتر نصیب الله بازیي د پېښې پر ځای خبریالانو ته وویل، له ۲۸ تر ۳۰ پورې ټانکرې او کنټینرې ټولې سوځېدلې دي.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو لپاره په دې اکمالاتي ګاډو پر داسې مهال برید شوی دی چې پاکستان د دې موټرو پر مخ لارې تړلې دي.

پاکستان دا ګام ځکه اخیستی چې د نومبر په ۲۶مه د ناټو الوتکو په قبایلي سیمې مومندو کې پر پوځي پوستې برید کړی وو چې په کې ۲۴ پوځیان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG