د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر دره کې د ناټو کاروانونه ودرول شو


د خیبر درې په لویه لاره په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره تیل او سامان وړونکي ګاډي درول شویدي.۲۷ نومبر ۲۰۱۱
د خیبر درې په لویه لاره په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره تیل او سامان وړونکي ګاډي درول شویدي.۲۷ نومبر ۲۰۱۱
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسۍ


د سرکاري چارواکو په وینا په مومندو ایجنسۍ کې د ناټو هیلي کاپټرو د بمبارۍ په نتیجه کې پاکستانیو امنیتي سرتیرو ته دمرګ ژوبلې اوړیدو وروستو په غبرګون کې د خیبر پولیټیکل چارواکو د خیبر درې په لویه لاره باندې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره تیل او سامان وړونکې ګاډي درولي دي.

د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد جمیل مشال ریډیو وائې چې((دوی ته د خپلو لوړپوړو چارواکو له خوا امر ورکړل شوي دي چې دغه ګاډي ایسار کړي.

دده په خبره د جمرود په تخته بیګ چیک پوسته یې ټرکونه او لاریانې ایسارکړېدي او بیرته یې د پیښور لورته لېږي،دوی زیاته کړه چې عام خلک او ګاډۍ په دې لاره تګ راتګ کولای شي، یوازي د ناټو د کاروانونو پرمخ یې تړلې ده.

د خیبر درې په لویه لاره د افغانستان په لوری په خپل ټرالر کې د ناټو پوځې ګاډی وړونکۍ یو ډرایور ګلاب وايي چې د دغو کاروانونو د ودرولو له امله دوی د وسلوالو طالبانو له خوا د بمی بریدونو د خطر سره مخامخېدی شي،او چارواکو له پکار ده چې تر نیمې لارې پورې رارسیدلو ګاډو ته خو د تورخم په پوله د اوړیدو اجازه ورکړی.

د یو شخصي مال وړونکي ګاډۍ ډرایور یاسر وايي چې((د تیلو ټرالر ورسره ډیر نزدې ولاړ دی،اوکه چاودنې پکې وشوې نو د دوی ګاډو او سامانونو ته به هم زیان واړوي،نو چارواکو ته پکار ده چې اوس یې یوې خوا ته کړي.))

یاده دي وی چې تیر کال هم ناټو ځواکونو په قبایلی سیمه کرمه ایجنسۍ کې د پاکستان په امنیتي سرتیرو باندې دغسې بریدونه ترسره کړي وو او مرګ ژوبله یې ورته اړولې وه چې په غبرګون کې پاکستانیو چارواکو هم دارنګ د خیبر درې لویه لاره د ناټو ځواکونو د کاروانونو پرمخ تر لسو ورځو پورې تړلې وه چې بیا د پاکستان او ناټو ځواکونو ترمینځ د خبرو اترو وروستو خلاصه کړل شوه،،،
XS
SM
MD
LG