د لاسرسي ځای

تازه خبر

که سوریا څارونکي نه مني، نو بندیزونه لګوو: عرب لیګ


په سوریا کې پر مظاهره چیانو د بریدونو پر مهال، د مارچ له میاشتې راهیسې ۳۵۰۰ کسان وژل شوي دي. په دې انځور کې خلک د یوه وژل شوي وګړي د جنازې لپاره روان دي.
په سوریا کې پر مظاهره چیانو د بریدونو پر مهال، د مارچ له میاشتې راهیسې ۳۵۰۰ کسان وژل شوي دي. په دې انځور کې خلک د یوه وژل شوي وګړي د جنازې لپاره روان دي.
ژباړه: حسیبه شهید، مشال راډیو

سرچینه: دي نیو یارک ټایمز


عرب لیګ د زیارت په ورځ سوریې ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې که دې هېواد ته د څارونکو ډلو ورتلو ته اجازه ورنه کړي نو اقتصادي بندیزونه به پرې ولګول شي.

عرب لیګ ویلي، که سوریه نن (جمعه، د ۲۰۱۱ز کال د نومبر ۲۵مه) د عربي ټولنې د څارونکو له استولو سره موافقه ونه کړي نو د ټولنې غړي به سبا ورځ د بندیزونو په اړه د پرېکړې لپاره غونډه وکړي.

امنیتي ځواکونو د حکومت ضد مظاهره چیانو ځپلو ته دوام ورکړی. او په عین حال کی د بشري حقونو فعالان رپوټ ورکوي چی د پوځ نه د بیلو شویو یاغیانو او حکومت پلوه ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کی ۲۹ تنه وژل شوي دي.

د عرب لیګ لخوا دا اعلان تر هغې وروسته کیږي چی اروپایی اتحادیې ويلي، د بشارالاسد له وحشیانه ځپلو څخه د ولسي وګړوساتنه، لومړیتوب دی.

د اروپايی اتحاديی ویاندی مایا کوچیانچیک وویل، د سوریي د حالاتو په برخه کی ترټولو مهم او بیړنی اړخ یی د عامه خلکو ساتنه او ژغورنه ده.

خو لیکنه زیاتوي چی اروپایی ټولنی، د فرانسی د بهرنیو چارو د وزیرالن ژوپې هغه وړاندیز ومانه چی سوريې ته د مرستندویه ډلو د استولو لپاره د دی هیواد د حکومت موافقی یا نه موافقی سره یوه لار جوړه شي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، دا به د عربي پاڅون د د ترټولو خونړي هغه لرونکي هیواد کی د بهرنیو یو مهم دخالت وي.

عرب لیګ په قاهره کې په دی ځانګړی غونډه کی پرسوري غږ کړی چی جمعی په ورځ دی پنځه سوه کسیزه ملکي او پوځي څارونکو ته په دی هیواد کی د بشري حقونو د حالت او د سولی د هغه پلان د څارنی لپاره د ننوتلو اجازه ورکړي چی د سوري حکومت پری د نومبر په دویمه موافقه کړی وه.

عرب لیګ په روانه میاشت کی د سوري غړیتوب وروسته له هغی وځنډاوه چی د سوري حکومت ، دبشرالاسد پرضد د مظاهرچیانو د وژولو، له سرکونو څخه د پوځیانو د ویستلو، او د دی هیواد ته د څارونکو د وردننه کیدو پلان پلي نه کړ.

ورځپاڼه د عرب لیګ په حواله لیکي چی ،که د عربي ټولنې د څارونکو له استولو سره سوریه موافقه ونه کړي نو د ټولنې غړي به سبا ورځ د بندیزونو په اړه د پرېکړې لپاره غونډه وکړي.

په دې بندیزونو کې به، له هغو موادو پرته چې د سوریې د خلکو پر ژوند اغېز کولای شي، د سوریې له حکومت سره د سوداګری درول یا ځنډول او ددی هیواد له مرکزي بانک سره د پیسو د راکړې ورکړې، او د هیواد د چارواکو په سفر بندیزونه شامل دي.

نیویارک ټایمز لیکي، سوریه چی د حکومت له دریمی څخه زیاته برخه امدن یی له تیلو او سیلګری څخه ترلاسه کیږي او داوخت د اروپایی ټولنی او امریکا له اقتصادي بندیزونو سره مخامخه دی ، دغه نوی بندیز به ددی هیواد د اقتصاد لپاره یو بل ګوزار وي.
لیکنه زیاتوي ، په داسی حال کی چی د دمشق لخوا د عرب لیګ ددی نوی طرحی په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي خو ددی هیواد دولتی ټلویزون ويلي ، چی حکومت به دغه طرحه د خپل ملي خپلواکی څخه د سرغړاوي په توګه رد کړي.

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د حکومت ضد مظاهره چیانو ځپلو ته دوام ورکوي ، نیویارک ټایمز د سوري د حمص ښار د یو شمیر اوسیدونکی له خولی لیکلي چی دوی د ژوند د لمړنیو اړتیاوو خواړو او انرژی له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په مارچ میاشت کې په سوریه کې د خلکو د اعتراضونو له پیلېدو وروسته تر اوسه لږترلږه درې نیم زره کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG