د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر:د سرکاري تخم او سرې په و یشلو ځیني ګروندګر ګیله من دي


په خیبر کې ګروندګرو ته سره او تخم ووېشل شو .
په خیبر کې ګروندګرو ته سره او تخم ووېشل شو .
فرهاد شینواری - مشال رېډیو

د قبایلي سیمو لپاره د فاټا سیکرټرېټ پرمختیايي ادارې (جی ایس ډی پی) چارواکي وايي، د خیبر ایجنسۍ په درې تحصیلونو،لنډي کوتل،جمرود او باړه کې یې ۱۱۰۰ کرونده ګرو ته تخم او سره ورکړل،دا تخم او سره د پولیټیکل چارواکو په دفترونو کې وویشل شول،د تخم او سري بوري ترلاسه کولو وروستو د جمرود سیمې یو تن قیصراپریدی مشال ریډیو ته وویل چې((مونږ ته ۵۰ کلو غنم او ورسره ۵۰ کلو سره ملاو شوه،په دي موږ خوشاله یو او ډیره ګټه به تري وکړو))

د د غې سیمې یو بل تن کابل خان وايي، چې ((چارواکو دغه تخم او سره حقدارو کرونده ګرو ته نه ده ورکړې،دا عامو خلکو ترلاسه کړل،او ګورۍ زر به یې په بازارونو کې وپلوري))

دوی زیاته کړه په جمرود غونډۍ سیمه کې زما زمکه شته خو ما ته چا دا تخم او سره رانه کړل، او د یادې سیمې یو بل تن عامر شاه وايي، چې(( په تحصیلونو کې دغه هر څه خپل خپلوانو ته ورکول کیږی،غریب زمیندار ته څوک څه نه ورکوي))

په خیبر ایجنسۍ کې د تخم او سرې د ویشلو په اړه د ګورنر سپیشل ډیولپمنټ پروګرام (جی ایس ډي پي) یو چارواکی شاه حسین وايي چې موږ ته پولیټیکل چارواکو کوم نومونه راکړي دي نو هغو کسانو ته مو دغه سره او تخم ورکړی دی،او کیدای شي چې څه کرونده ګر پکې پاتې وي،نو هغوی دې راروان کال په وخت پولیټیکل چارواکو ته نومونه ورکړي))

هم دارنګ د جمرود پولیټیکل تحصیلدار شکیل وویل چې(( د تخم او سرې د ویش لپاره د ځایې کرونده ګرو نومونه موږ ته ځایې مشرانو راکړي دي،او چې کومو ځایونو کې د کروندې زمکې وې هلته مو خلکو ته ورکړيدي او چې د چا د کروندې زمکې نه وي هغوی ته مو نه دي ورکړي))

خو د سیمې یو شمیر کرونده ګر بیا وايي چې دغه تخمونه او سره دې حقدارو ته ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG