د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قاهره کې ۲۰ مړه او ۱۷۰۰ نه زیات ژوبل


په قاهره کې پولیس او مظاهره چیان ښکر په ښکر دې.۲۰ نومبر ۲۰۱۱م کال
په قاهره کې پولیس او مظاهره چیان ښکر په ښکر دې.۲۰ نومبر ۲۰۱۱م کال

دمصر په سرښار قاهره کې داوس مهالې پوځي واکمنۍ خلاف د پاریدلو مظاهره چیانو پاڅون دوام لري چې د واک ملکي حکومت ته د زر سپارلو غوښتنه کوي. دمظاهرو لړۍ چې د شنبې په ورځ په تحریر چوک کې پنځو زرو کسانو پیل کړې وه دګل په ورځ یې هم دوام وکړ.

ددې باوجود چې امنیتي ځواکونو سره چاچې د مظاهره کونکو دخورولو هڅه کوله شخړې هم رامنځ ته شوې چې ورکې شلو نه زیات کسان ووژل شول خو مظاهره کونکو دتحریر چوک پرېنښودلو.

دانښتې په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې څو ورځې وروسته یعنې د نومبر په اته ویشتمه نیټه په مصر کې پارلیماني انتخابات ترسره کیدونکي دي. دا په تیر فرورۍ میاشت کې د پخواني ولس مشر حسنی مبارک له جلاوطنۍ او د واکه له لرې کیدو وروسته لومړني انتخابات دي چې ترسره به شي.

راپورونه وايي دپوځ او پولیسو سلګونو سرتیرو د اتوار په ورځ دمظاهره کونکو خلاف اوښکي بهونکي ګیسونه او دربړ مردکۍ وکارولې چې دتحریر چوک نه دوی خواره واره کړي . په مصر کې د تحریر چوک اوس د خپلواکۍ یو سمبول ګرځیدلی ځکه چې د حسن مبارک د دیرش کلنې واکمنۍ د ختمیدو لپاره هم لکونه خلک په هم دې چوک کې سره راټول شوي وو.

دمصر سرکاري خبري اژانس په یو رپورټ کې ویلي چې دناکلاریو په ترڅ کې تراوسه له ۱۷۰۰ نه زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

بل پلو اروپايي ټولنې په مصر کې د دغو خونړیو پېښو غندنه کړې ده ، ددې ټولنې د بهرنۍ کړن لارې مسووله کیترین اشتن په مصري چارواکو غږ کړی چې د تشدد دا لړۍ دې ودروي.

څلور ویشت کلن صابري خالد چې دغزا اوسیدونکی او د غاښونو ډاکټر دی ، دمظاهرو پرمهال دوه وارې د ربؤ په مردکۍ لګیدلی ، هغه وايي ، هغوی ( مظاهره کونکي ) دسترې شورا د پوځي ځواک نه ستړي دي. هغوی وايي دا شورا له حسنی مبارک نه هم بدتره ده ، د سوله ایزو مظاهرو خبره چې راشي نو دوی هم دمظاهره چیانو سره داسې سلوک کوي لکه حسنی مبارک چې به کولو. مظاهره کونکي د پوځي واکمنۍ نه کرکه لري. مونږ به هروخت شعارونه ورکوو. او وایو چې ( اسقاط اسقاط حکم العسکر .... یعنې پوځي نظام نسکور غواړو ..... )

یو بل مظاهره کونکی درویشت کلن ځوان احمد عیاد وايي ، هغه د اتوار په ورځ د مظاهره کونکو سره یو ځای شو او د تشدد د پېښو په لیدلو ولړزیدلو ،

د خپګان ځای دادی ، دهیواد په سرکاري ټیلي ویژن ښودل کیږي چې په خلکو ډزې کیږي او هغوی وژل کیږي خو خلک لاهم حرکت نه کوي. زما خیال نه دی چې واکمن خلک ، حکومت او پوځي شورا دې ددې خبرې منلو ته تیاره وي چې څه پیښیږي. دوی به ښايي ووايي چې موږ څوک نه دي وژلي خو دا هرڅه د ټیلي ویژن په پرده ښکاري ، هرڅه په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي ، دنړۍ هرکس یې کتلای شي ، زه نه پوهیږم له موږ سره ولې بشپړ ملاتړ نه کیږي .

په همدې حال کې د مصر واکمن پوځ وايي دوی په واک کې ددایمي پاتې کیدو هیڅ ډول پلان نه لري او د ټاکلې نیټې سره سم به واک ملکي حکومت ته وسپاري. په سرکاري ټیلي ویژن د حکومت دريځ داسې ولوستل شو :

دهیواد دننه دا اړی ګړی به د انتخاباتو مخه ونه نیسي. په مصر کې به پارلیماني انتخابات د نومبر د اته ویشمې نیتې نه د مارچ تر منځه پورې دوام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG