د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالب رژیم له یو سلاکار سره مرکه او په افغانستان کې د ایران لوبه



په امریکایي مجله اټلانټیک کې لي فېرل د طالبانو د یو پخواني مشر په اړه لیکي، چې په ایران کې د څه نا څه لسو کالو پورې په کور کې د نظر بندۍ وروستو خوشی کړل شو.

دغه کس چې مصطفا حامد نومیږي خو د ابو ولید المصري په نوم مشهورتیا لري.لیکوال لي فېرل وایي، د مصر په اسکندریا ښار کې یې د المصري سره لیده کاته وکړل، چې پکې المصري په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملا عمر ، پوځي کمانډر جلال الدین حقاني، او د القاعده د پخوانو او نوو مشرانو په اړه خبرې وکړې.


لیکوال وایي، ابو ولید المصري په هغه لومړنو عربیانو کې یو دی ، چې دیرش کاله وړاندې یې په افغانستان کې د روس خلاف جهاد کړې وو، او په هغه لومړنو بهرنیانو کې هم راځي چې د ملا عمر سره یی خپله وفاداري څرګنده کړې وه.


المصری یو خبریال وو، او د افغانستان په کندهار کې د الجزیره بیورو چیف هم پاتې شوی وو، دی د افغان جهاد په اړه د یو تاریخ لیکونکي په توګه هم پیژندګلو لري او په دغه اړه یې دولس کتابونه لیکلي دي.

المصری وايي په ایران کې د بند تیر وخت یی د ژوند تر ټولو سخت هغه وو، او زیاتوي یوازنۍ ګټه یې دا وه، چې هغه په دغه دوران کې خپل کتابونه ولیکل او مطالعه یې هم وکړه.


المصری وايي ایران غوښتل چې هغه د ټول عمر لپاره په قید کې وساتي، خو زیاتوی د هغه د کورنۍ او دوستانو د مسلسل کوښښونو وروستو د ایران حکومت مجبوره شو ، چې دی خوشی کړي.

لیکوال د ابو ولید المصري د خولې لیکي چې وایي، ده په هغه وخت کې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې وو، ملا عمر ته وویل، چې باید له ایران او پاکستان سره د دوی اړیکي ښه وې ، ځکه چې افغانستان بندرګاه نه لري، او له دغه هیوادونو نه دوی ګټه پورته کولای شي.

المصری وایي، ملا عمر یې دغه تجویز منلی وو، او له دغې وروستو یې له ایران سره په دې اړه خبرې هم کړې وې.


په ۲۰۰۱ م کال کې چې کله امریکا په افغانستان حمله وکړه نو المصري وايي، دوی له افغانستان سره په پوله له ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي، چې دوی به د امریکا خلاف په جنګ کې څه ډول مرسته وکړي، خو په دغه اړه یې ورته مثبت جواب ور نکړ. او زیاتوي له دغې وروستو د ایران په بدلیدونکې رویه هم دوی پوه شول چې په اصل کې ایران په افغانستان کې خپله لوبه پر مخ بوتلل غواړي.


المصری وایي کله چې هرات د اتحادي ځواکونو په قبضه کې راغې، نو له دوي سره بې له دې بله لار نه وه، چې ایران ته ولاړ شي، او بیا هلته د ایران په پوله دی او د ده ملګري ونیول شول.

المصری وایی، د تاجکستان د النهضته پارټۍ ځینو غړو د ده مرسته وکړه چې دی راخلاص کړي او کورنۍ یی هم ایران ته راولي، دی وایی نه پوهیږي چې د النهضته پارټۍ دغه کسان په ایران کې څه کوي خو دوي د ۲۰۰۱ کال راهیسي تر اوسه په ایران کې خپل موجودیت لري.


المصري وایی، ایران یو شمیر عربيانو ته په ۲۰۰۱ لومړي کال کې پناه ورکړي وه، او کیدای شي ، دی یې هم خوشی کړی وای، خو کله چې ایران دا واوریدل ، د امریکا لپاره دی ډیر مهم دی چې ویې نیسي، نو ایران بیا داسې فکر کولو ، چې ګني دوی ډیر مهم کس ونیولو ، او ځکه ده څه نا څه لس کاله په قید کې تیر کړل. او اوس یې ځکه خوشی کړو چې ایران دا ګڼي په سیمه کې به د دوی ګټو ته وده ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG